The news is by your side.

اصولي: برېښنایي تذکره کې د افغان نوم د ایران او پاکستان په فرمایش نه شي لېرې کېدی

خبریال وېب پاڼه/ د افغانستان د ولسي جرګې غړي کمال ناصر اصولي وایي د برېښنایي پېژند پاڼو یا تذکرو څخه د افغان نوم او د قوم نوم د پاکستان او ایران په فرمایش نه شي لېرې کېدی.

اصولي وایي، که څوک غواړي که نه غواړي په برېښنایي پېژند پاڼو کې به هرو مرو د افغان ملت او افغان قوم چې دا نوم د ټولو ویاړونه دي لیکل کیږي به.

د ولسي جرګې غړی کمال ناصر اصولي ویلي، اوس مهال ملي یووالي ته اړتیا ده او د قومي جنجالونو او تعصباتو وخت نه دی.

دا په داسې حال کې ده چې په یو شمېر ولایتونو کې ځینو خلکو د برېښنایي پېژند پاڼو اخیستلو پر خلاف لاریونونه کړي او وایي چې برېښنایي پېژند پاڼې نه اخلي.

د هېواد په شمال کې یو شمېر خلکو لاریونونه کړي وو او د برېښنایي پېژند پاڼو مرکزونه یې تړلي وو، چې نه یې اخلو.

د برېښنایي پېژند پاڼو د رایجېدو له پیله په هېواد کې د یو شمېر ډلو له لوري مخالفتونه روان دي.

په اوایلو کې زیاتو سیاسیونو د برېښنایي پېژند پاڼو اخیستلو سره مخالفت وکړ او له هغې وروسته په پېژند پاڼه کې د افغان او قوم نوم ناندر ایز شو خو له ډېرو جنجالونو وروسته ومنل شوه چې د افغان او قوم نوم به هم ذکر کیږي، د برېښنایي تذکرو لړۍ د ولسمشر غني له لوري په تېره دوره کې پیل شوه او اوس مهال زرګونه هېواد وال برېښنایي تذکرې لري خو یو ځل بیا د یادو پېژند پاڼو د نه اخیستلو پر خلاف په یو شمېر ولایتونو کې خلک را پاڅېدلي او د برېښنایي پېژند پاڼو اخیستلو سره یې مخالفت کړی چې د نظر خاوندان دا کار د ګاونډیو هېوادونو او په کور دننه د متصبو کړیو او پردي پالو کار بولي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.