غني: افغانان مسلمانان دي؛ د مذهب او دین په نوم جګړې غیرشرعي دي
خبریال وېب پاڼه/ افغان ولسمشر محمد اشرف غني وایي، افغانان مسلمانان دي او دلته د دین او مذهب په نوم جګړې غیر شرعي دي.
غني چې د اسلام د ستر او وروستي پیغمبر حضرت محمد (ص) د زېږد ورځې په مناسبت جوړې شوې غونډې ته وینا کوله وویل، افغانستان اسلامي نظام لري او افغان وسله وال امنیتي او دفاعي ځواکونه د یو اسلامي نظام د دفاع لپاره جګړه کوي.
غني په خپلو خبرو کې دوحه کې د سولې مذاکراتو ته هم اشاره وکړه او زیاته یې کړه، چې طاابان دې د دې مبارکې ورځې ته په احترام د افغانانو غوښتنه ومني او اوربند دې وکړي.
غني دا راز وویل چې پر حکومت د فساد تورونه هغه خلک لګوي چې خپله یې قاچاقبران د پیسو په بدل کې ازاد کړل، په داسې حال کې چې هېڅ یو یې د طالب په نوم نه وو نیول شوی.
ولسمشر غني غونډې ته د وینا پر مهال وویل، هغه خلکو چې شل کاله یې پر اسلام دین د ودرېدو دعوه لرله، نن ورته د قران کریم له احکامو د امریکایانو تړون ډېر ارزښت لري.
دا غونډه چې د ملي دفاع وزارت په تالار کې جوړه شوې وه، غني د افغان ځواکونو زړورتیا او قربانۍ وستایلې او ویې ویل چې افغانستان کله هم د ترګهرۍ د زېږېدنې مرکز نه وو بلکې افغانستان ته ترهګري راوړل شوې او بیا یې د ارګ او منبر تر منځ د فاصلې پر ختمېدو ټینګار درلود.
په غونډه کې د دفاع وزارت چارواکو، نورو لوړ پوړو چارواکو، ملي امنیتي ځواکونو ګډون درلود او د هېواد پیاوړي خوږ غږي هنرمند د مبارکي ورځې په ویاړ ځواکونو ته اسلامي ترانه وویله.
Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.