The news is by your side.

کونړیان: د میلیون جام مخنیوی؛ د ځوان استعداد د پرمختګ مخینوی دی

خبریال وېب پاڼه/ له خوست، پکتیا او کابل کې د کرېکټ بورډ پر خلاف لاریون وروسته نن په کونړ کندز کې ځوانانو د کرېکټ بورډ او د رییس فرهان یوسفزي پر خلاف لاریون کړی.

دوی یو ځل بیا پر ولسمشر غږ کړی، چې د کرېکټ پر برخلیک لوبې کول د زغملو نه دي او د کرېکټ بورډ د رییس فرهان یوسفزي د محاکمې غوښتنه یې کړې ده.

ځوانانو د لاریون پر مهال چغې وهلې چې له کرېکټ سره د مور او میرې چلند نه شو زغملی، ولسمشر دې کرېکټ کرېکټرانو او په کرېکټ پوه اشخاصو ته وسپاري.

دوی د فرهان یوسفزي پر ضد چغې وهلې چې نور یې نه غواړي، ژر تر ژره دې ګوښه او محاکمه شي.

دوی له خپلو ځانونو سره په راوړیو بېنرونو کې لیکلي وو، چې:

“ولسمشره! فرهان یوسفری باید محاکمه شي، ولسمشره! د کرېکټ پر برخلیک لوبې کول نور موږ ته د زغملو وړ نه دي!
د میلیون جام مخنیوی د ځوانو استعدادونو د پرمختګ مخنیوی دی.”

دا په داسې حال کې ده چې د کرېکټ بورډ له لوري د میلیون جام کرېکټ سیالیو اجازه نه ورکول کیږي او لا یې تر مخه خنډونه او ستونزې جوړوي.

د میلیون جام کرېکټ سیالیو پنځم پړاو چې ټاکل شوې په نومبر میاشت کې د شاپور ځدراڼ په مشرۍ په خوست ولایت کې پیل شي، کرېکټ بورډ یې مخه نیسي او وایي چې د میلیون جام تنظیموونکي دې لومړی د دوی اصول او لارښوونې عملي کړي، خو شاپور ځدراڼ وایي، چې د میلیون جام لپاره اجازه لیک هم لري او د نشراتو تړون یې هم له لمر ټلوېزیون سره لاسلیک شوی خو کرېکټ بورډ نه غواړي چې دا لیګ ترسره شي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.