د روزګان دهراوود ولسوالۍ کې سرتیري په وږي نس جګړه کوي
خبریال وېب پاڼه/ د روزګان دهراوود ولسوالۍ سرتیري له شپږو ورځو را په دې خوا خواړه نه لري او په وږي نس جګړه کوي.
دا مهال د دهراوود ولسوالۍ امنیه قومندانۍ، ملي امنیت او ځینو نورو دولتي ادارو کې سرتېري د طالبانو له لوري کلابند دي.
د دهراوود ولسوالۍ د جګړې ٤٠ ورځې تیریږي، امنیه قومندان یې وایي، شپږ ورځې کیږي چې خواړه یې خلاص شوي او د خوړو لپاره هېڅ څه نه لري، سرتېري بې له خوړو په وږي نس جګړه کوي.
د دهراوود اوسېدونکي هم وایي، د جګړې له کبله لارې بندې شوي، دوی ته د ټپیاحو د ویستلو لار هم نه شته او په یاده ولسوالۍ کې د خوړو توکي هم خلاص شوي.
خو د روزګان ولایت مقام وایي، دوه ورځې مخکې دهراوود ته کومانډو او د ملي امنیت ځانګړي ځواکونه او لوړ پوړي امنیتي چارواکي ورغلي چې ژر به د دهراوود ولسوالۍ نیول شوې سیمې ونیسي.
د روزګان دهراوود ولسوالۍ کې د څه باندې یوې میاشت را هیسې سخته جګړه روانه ده، یاده ولسوالۍ تېره ورځ د طالبانو له لوري په شدیده جګړه کې ونیول شوه او اوس مهال د دهراوود دولتي ادارو کې هم سرتیري محاصره دي
د روزګان خلک حکومت تورنوي چې د دهراود ولسوالۍ د جګړې مخنیوي لپاره یې هېڅ اقدامات ونه کړل.
په ورته مهال له نیمې میاشتې را هیسې هلمند ولایت د جګړې په لمبو کې سوځي او ګڼې سیمې یې طالبانو نیولي.
خو د هلمند امنیتي چارواکي وایي، چې ځینې سیمې یې د عملیاتو په ترڅ کې بېرته نیولي او د ولسوالیو او مرکز لښکرګاه ښار تر منځ یې وصل شوې لارې خلاصې کړي دي.
Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.