The news is by your side.

افغان باسیکل ځغلونې لوبډله پاکستان ته تللې

خبریال ویبپاڼه/ افغان ځوانان د وروستیو کلونو را په دې خوا د ورزش په ټولو برخو کې ښه ځلیدلي او په دې برخه کې يې خپلې هیلې ترلاسه کړې دي تازه د افغانستان د بایسکل ځغلونې شپږ کسیز ټیم پاکستان کې د یو سیالۍ کې د ګډون په هدف اسلام اباد ته رسیدلی دی ترڅو په دې هېواد کې د بایسکل ځغلونې په برخه کې سیالۍ ترسره کړي
د بایسکل ځغلونې دا لوبډله به د یک شنبې په ورځ د پاکستاني بایسکل ځغلونې لوبډلې سره د اسلام اباد څخه تر مرې سیمې پوري د بایسکل ځغلونې لوبه ترسره کړي لا له وړاندې نه ویل کیږي چې د دې سیالۍ ګټوونکي به څو ک سي خو افغان ځوانان له پوره چمتوالي سره تللی او د بریا هیلي لري
افغانان ځوانان د کرکټ په ګډون د ورزش په ټولو برخو کې بریاوي راوړي خو د لته د هر ورزش مشرتابه او مسؤل چارواکي خپل مسؤلیت په ښه توګه نه ادا کوي او په ټولو برخو کې ځوانانو او لوبغاړو ته ستونزې جوړوي او د سپورت برخه کې هم فساد کوي، په دې وروستیو کې د کرکټ د میلیون جام د پیل په هکله ډیرو هېوادوالو ټینګار وکړ اود کرکټ بورډ له لوري يې د دې لوبو د ځنډ پر ضد لاریون هم وکړ،
کونړیانو وویل چې د میلیون جام مخنیوی؛ د ځوان استعداد د پرمختګ مخینوی دی او باید کرکټ بورډ د دې لوبو مخه ونه نیسي ځوانانو د لاریون پر مهال چغې وهلې چې له کرکټ سره د مور او میرې چلند نه سو زغملی، ولسمشر دې کرکټ کرکټرانو او په کرکټ پوه اشخاصو ته وسپاري.
دوی د فرهان یوسفزي پر ضد چغې وهلې چې نور یې نه غواړي، ژر تر ژره دې ګوښه او محاکمه سي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.