The news is by your side.

د کورنیو چارو وزیر د ټپي‌ امنیه قوماندان مشعل لیدنې ته روغتون ته ولاړ

خبریال وېب پاڼه/ د افغانستان د کورنیو چارو وزارت سرپرست وزیر مسعود اندرابي د کاپیسا ولایت د ټپي شوي امنیه قومندان فرید احمد مشعل روغتیایي وضعیت کتنې په موخه د مشعل پوښتنې ته روغتون ته ولاړ.

د کاپیسا امنیه قومندان جنرال فرید احمد مشعل څو ورځې وړاندې د طالبانو په کمین کې ولوېد چې د ډزو پر مهال ټپي شو.

د کاپیسا امنیه قوماندان فرید مشعل په کابل کې تر درملنې لاندې دی. د هغه روغتیا يي حالت اوس د ډاډ وړ دی.

د کاپیسا امنیه قومندان فرید مشعل د پنجشنبې په ورځ د طالبانو په کمین کې ټپي شو. طالبانو پر فرید مشعل درې ځایه یوازي د دولس کیلو مترو واټن په اوږدو کې بریدونه وکړل.‌

جنرال مشعل د کاپیسا ولایت تګاب ولسوالۍ ته د تازه دمه سرتېرو سره په خپله تللی وو؛ له تګاب نه بېرته پر لارې د وسله والو طالبانو له مړني‌ کمین سره مخامخ شو چې جګړې شاو خوا نیم ساعت دوام وکړ خو امنیتي ځواکونه له کمین نه له کوم زیان پرته ووتل.‌

د دریو کیلومترو په واټن د طالبانو په بل کمین کې د فرید مشعل د سورلۍ ګاډی په راکټ ولګېدو یو موټر چلونکی یې شهید او دوه نور امنیتي‌سرتېري د فرید مشعل په ګډون ټپیان شول.

تر ټپي کېدو وروسته افغان امنیتي‌ ساتونکي‌ د طالبانو سره جګړه کې ونښتل چې دواړو لورو ته تلفات واوښتل.

که څه هم تر دم ګړیه وسله والو طالبانو په دې تړاو څه ونه ویل، خو فرید مشعل په ټپی حالت کې لومړی کاپیسا او وروسته کابل ته انتقال شو.

دا لومړی ځل نه دی چې پر ځوان جنرال فرید مشعل ورته برید کېږي، بلکې تر دې درې میاشتې وړاندي په کاپیسا کې فرید مشعل د طالبانو په یوه برید کې ټپي شوی وو، او تر هغه برید سمدستي وروسته وسله والو طالبانو په کندهار کې د فرید مشعل ورور نسیم مشعل هم په شهادت ورساوه.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.