The news is by your side.

د چابهار سره ریل پټلۍ نښلول ستربدلون رامنځ ته کوي

خبریال ویبپاڼه/ د افغانستان او ایران ترمنځ د چا بهار بندر په هکله ایران کې د سوداګرۍ برخې چارواکو تازه څرګندونې کړې او ویلي يې دي کچیري له دې بندر سره د هرت خواب ریل پتلۍ و نښلول سي نو په سیمه یو ستربدلون او تحول رامنځ ته کولای سي

د ایران د سوداګرۍ چارواکو په خبره چابهار بندر په خورا  چټکۍ سره د وده کوي او راتلوونکي کې به د اقتصاد برخه کې یوه لویه پانګه وي ددې ایراني چارواکو په خبره د لارو جوړیدو او  نورو امکاناتو په برابریدو سره په دې بندر کې سوداګریز فعالیتونه زیات سوي ځکه نو يې دې بندر ته وده ورکړې

ایراني چارواکو ویلي له افغانستان سره د صادراتو او ټرانزیټ برخه لاهم زیاتي اسانتیاوي رامنځ ته کیږي ایراني چارواکي  په داسې حال کې دا څرګندونې کوي چې څه مو ده وړاندې له دې هېواد سره د ټرانزیټ ډیریدلو خبر هم ورکول سوی وو.

افغانستان مرکزي اسیا ته دوه نیم زره لارۍ ټرانزیټ کړی

راپورونه وايي چې د سږکال په لومړیو شپږو میاشتو کې دوه نیم زره لاریو خپل سوداګریز توکي د ایران له لارې منځنۍ اسیا ته ټرانزیټ کړی چې دا یوه لوړه شمېره په ګوته کوي

د افغانستان او ایران ترمنځ د ترانزیتي توکو کچې زیاتوالی موندلی دی.ایراني چارواکي وایي چې د سږکال په لومړیو شپږو میاشتو کې،څه باندې دوه نیم زره لاریو،سوداګریز توکې د افغانستان له لارې منځنۍ آسیا ته ترانزیت کړي چې د تیر کال ورته مودې په پرتلې سره،اولس سلنه زیاتوالی ښیي.

دا راپور پر داسې مهال خپریږي چې موده وړاندې له پاکستان سره د افغانستان د راکړې ورکړي او ټرانزیټ د کمښت یادونه سوې وه او ویلي سوي وو چې ۶۰سلنه دا سوداګري  کمه سوې

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.