The news is by your side.

بایډن: ټرمپ د امریکا په بربادۍ تورن کړی

خبریال ویپپاڼه/ یوازي دوه  ورځې پاتي  دي چې میلیونونه امریکایان به د رای اچونې صندوقونو په لور ولاړ سي او خپل راتلوونکی ولسمششر به وټاکي بایډن او ټرمپ یو د بل سیالان دي

دوی دواړه په ډیر تلوار په خپلو ټاکنیزو کمپاینونو بوخت دي او کله کله یو پر بل ستختې نیوکې هم کوي بایډن ویلي چې امریکایان دي ټرمپ له سپنې ماڼۍ وباسي او پسي وا دي خلي

ښاغلي بایډن په خپلو تازه نیوکو کې چې  پر ټرمپ يې کړې ویلي ټرمپ د امریکا د بربادۍ اصلي لامل دی او په دې هېواد کې يې له نژاد پرستۍ سره سره په نفاق اچولو هم تورن کړ، هغه له امریکایانو غوښتې داسې یو چې امریکا یې ټوټه ټوټه کړه باید له واک ترلاسه کولو را وګرځول سي

تر بایډن وړاندې ډونالډ ټرمپ هم پر خپل سیال  توندې نیوکې کړې او یو وخت يې وویل چې ډیر شرم به وي چې بایډن به راڅخه ټاکنې ګټي

د امریکا د دې ټاکنو په هکله ویل سوي چې تر ټولو ځانګړې دي او د نورو ولسمشریزو ټاکنو په پرتله به پکښي زیات کسان رایه اچونه وکړي تراوسه د ا ټکلیزو را یو پایله نه ده مالومه چې یایډن او ټرمپ به یې وګټي خو تل داسې سوي چې هر ولسمشر خپلې دویمې ټاکنې ګټلی سي

د ټرمپ په دوره کې خلکو د امریکا په یو شمېر سیمو کې د دولت پر ضد مظاهرې هم وکړې ټرمپ امریکانو ته وویل چې د افغانستان له اوږدې جګړې څخه به خپل پوځیان باسي چې دا کار يې د یو شمېر امریکایانو خوښ سو

تراوسه پوري مالومه نه ده چې په دې دواړو د ډیمکاراټانو، نوماند بایډن او که د جهوري خواهانو نوماند ټرمپ به یې وګټې خو د داړو له لوري او د ملاتړو هڅې يې روانې دي تر څو خپل نوماندان د بریا تر بریده ورسوي

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance