The news is by your side.

بایډن او که ټرمپ يې ګټې؟ نظر پوښتنې څه وايي

خبریال ویبپاڼه/ د امریکا ولسمشریزو ټاکنو ته یوازي دوه ورځې پاتي دا ټاکنې د امریکا په تاریخ کې  خورا مهمې بلل سوې او ویل سوي چې د نورو ټاکنو په پرتله به دا ځل ډیر زیات امریکایان په دې ټاکنو کې برخه واخلي

لومړۍ نظرپوښتنې  څه وايي د امریکایانو په اندې بایډن او ټرمپ د امریکا د ولسمشر کیدلو لیاقت لري وروستۍ نظر پوښتنې ښکاره کوي چې بایډن تر ټرمپ مخکې دی د دې نظر پوښتنو په مټ د ټرمپ د رایو کچه، ۴۳،۵ او د جوبایډن د رایو کچه ۵۱،۴ ده له دې

د امریکا ولسمشریزو ټاکنو ته د ډیمکراټانو نوماند، جوبایډن او د جمهوري غوښتوونکو نوماند اوسنی ولسمشر ډونالډ ټرمپ دی ډونالډ ټرمپ په تیرو ولسمشریزو ټاکنو کې د ډیمکراټانو، نوماندې هیلیري کلینټن ته حیرانوونکې ماتې ورکړه

د نظر پوښتنې سره سره د دواړو نوماندانو ترمنځ د ټاکنیزو منډو ترړو په دوام کمپاین روان دی او اوس هم یو پر سل سخت لفظي ګذارونه کوي ټرمپ موده وړاندې ویلي وو، ډیر به شرم وي چې بایډن راڅخه ټاکنې ګټي

بایډن بیا ټرمپ د امریکا د بربادۍ اصلي لامل دی او په دې هېواد کې يې له نژاد پرستۍ سره سره په نفاق اچولو هم تورن کړ، هغه له امریکایانو غوښتې داسې یو چې امریکا یې ټوټه ټوټه کړه باید له واک ترلاسه کولو را وګرځول سي

هغه له امریکایانو غوښتي چې ټرمپ له سپینې ماڼۍ څخه وباسي یوازي څو ساعته د امریکا تر ټاکنو، له هغه وروسته به ټرمپ او بایډن په رسمي ډول ټاکنو کې د نوماندانو په توګه رایې تر لاسه کړي

کچیري د نظرپوښتنې پایلې د رایې اچونې سي نو ټرمپ به له سختې ماتې سره مخ سي او خو د نظر پوښتنې پایلې هومره هم د باور وړ نه دي چې بایډن دي ته ورته خوشحاله سي

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.