The news is by your side.

چارواکې : کندهار به د وسلوالو طالبانو په دايمي هديره بدل شي .

خبریال ویب پاڼه / چارواکې وايې د کندهار په جګړه کې په تیرو څلرویشت ساعتونو کې ۱۲۷ وسلوالو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې .
د کندهار امنیه قومندانۍ ویاند جمال ناصر بارکزی وايې د کندهار ولایت ژړۍ او ارغنداب ولسوالیو په ډیری سیمو کې چې تر تهدید لاندي وې افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو عملیات تر سره کړي چې وسلوالو طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې .
بارګزي زیاته کړه د ژړۍ ولسوالۍ په نهر کارېز سیمه کي ۱۳ وسلوال طالبان په هوايي برېدونو کې وژل شوي ۲۴ نور وسلوال د ځمګني عملیاتو په جریان کې وژل سوي او او ۶ وسلوال په هوايې او ځمکني برېدونو کي ټپیان شوي دي.
بارګزی د ارغنداب ولسوالۍ په اړه وايې د کوهک او نهګهان په سیمو کې هم د افغان امنیتي ځواکونو له لوري ۶۴ وسلوال طالبان وژل شوي او ۲۰ یې ټپیان دي .
بارګزی زیاتو وسلوالو طالبانو د یادو سیمو څخه ټول ځای خلګ شړلي او د کورونو څخه يې د جګړې سنګرونه جوړ کړي ،او له عامو خلکو څخه د خپل دفاعي سپر په توګه کار اخلي.
بارګزي په خپلو خبروي کې ویلي د کندهار ټول آمنيتي او دفاعي ځواکونه چمتو دي، چې د خپل هيواد او خلکو څخه د ساتنې او د ولسي مرګ ژوبلې د مخنيوي په موخه په جګړه کي په ډېر احتياط او په مهارت مخته تګ وکړي.
د هلمند روانه جګړه تر کندهاره ورسیده په دې جګړه کې ډیر افغان ځواکونو وسلوالو طالبانو او ملکې وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې .
د یادوني وړ ده چې څو ورځي وړاندې د کندهار په یو شمېر ولسوالیو کې د وسلوالو طالبانو لخوا پر امنیتي پوستو بریدونه شروع سوه چې لاهم په یادو ولسوالیو کې جګړه راوانه ده .

. وسلوالو طالبانو په کندهار کې د ور اوښتو تلفاتو په اړه تر اوسه رسنیو ته څه نه دي ويلي

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.