The news is by your side.

هند کې د علاء الدين څراغ

خبریال ویبپاڼه/ راپورونه وايي څو ټګمارانو یو ډاکټر په دې خطا کړی وو، چې  د علاءالدین څراغ پرې خرڅوي، ټګمارانو ډاکټر ته ویلي د غه څراغ له ډاکټر سره مرسته کوي چې شتمن یې کړي او د ناروغان په علاج کې ورسره مرسته وکړي

ټګمارانو د څراغ بیه تر ۲۰۰زره امریکايي ډالرو لوړه ایښې وه خو سودا په ۴۱ زره ډالره سوې وه، د هند د اترا پردیش ایالت پولیس وايي چې دوی ټګماران او څراغ ګډ نیولي

دې ټګمارانو د ډاکټر مخ کې پیریان هم رابللې او خپل دې چل کې بریالي سوي هم وو، ویل کیږي چې په دې قضیه کې له دې کسانو سره یوه ښځه هم وه خو هغه تښتیدلې

ډاکټر کیسه کوي دوی له ښځې سره د مور په څېر چلند کوی هغوی راته ویل چې زموږ له بابا سره ووینه له یوې میاشتي وروسته يې مجبوره کړم چې ورسره ووینم د هغه په وینا چې دې علاء الدین يې هم ولیده خو پوی سو چې له دې کسانو څخه یوه يې داسې چل کړی

دغه پولیس وايي چې دې ټګانو له یو شمېر نورو کورنیو سره هم دغه د چل ول لوبه لوبولې خو اوس نیول سوي

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.