The news is by your side.

هرات کې  چاودني  پنځه تنه  وژلي او لسګونه نور یې ټپیان کړي دي.

خبریال ویب پاڼه / د هرات ولایت امنیتي چارواکې تاییدوي چې د پولیسو یو مرکز کې بمي چاودنه شوې ،  درې پولیس وژل شوي او یو بل ټپي دی.

د هرات د امنیه قوماندانۍ ویاند ، عبدالاحد ولیزاده يې ، پېښه د یکشنبې په ورځ د سهار په 6 بجو د دیاد ولایت د پولیسو د لسمې حوزې د “پیان اب” په سیمه کې د پولیسو په امنیتي پوسته کې وشوه.

د ولیزاده  په ​​وینا ، د پیښې ځای ته امنیتي چارواکې  رسیدلي او د جزیاتو په اړه یې تحقیقات پیل شوي دي.

دیادي چاودني د سیمي عیني شاهدانو په وینا ، د چاودنې شدت ډیر و  د شاوخوا ودانیو ویجاړیدو او د ودانۍ د کړکیو ماتیدو لامل شوه .

بل لورته بیا د هرات د عامې روغتیا ریاست ویاند ، محمد رفیق شیرزی وايې ،د پیښي  ټپیان چې په کې یو پولیس او یو ملکي وګړی شامل دي ، د درملنې لپاره د هرات ولایت د  ولسوالۍ روغتون ته وړل شوي دي.

د هرات ښار په دې وروستیو کې د وسله والو وژنو ، غلاوو او سړي تښتونو د زیاتوالي شاهد دی ، خو د ښار په مرکزي برخه کې بمي چاودنې د امنیتي وضعیت په اړه په هرات کې اندیښنې راپورته کړي دي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance