The news is by your side.

موږ پرمختګ کړی که په شا تګ

خبریال ویبپاڼه/ امن یوالی او د خپل هېواد له ګوټ ګوټ څخه لیدنه کتنه کیدلای سي د ټول هېواد پر وګړو تاثیر وکړي موږ یوازي پر ښاري پرمختګ بسنه کړې محدود ځوانان ښوونځيو، پوهنتونو ته تللي یو څو يې سټایل کړی بس د سترګو د لید لپاره یې بسنه کړې  او دې ته پرمختګ وایو خو بلکل مو پرمختګ نه دی کړی که ښاري ځوانانو پرمختګ کړی تعلیم يې کړی نړۍ یې لیدلې رسنۍ انټرنیټ ټلیفون ورته رسیږي خو برعکس په کلیو او بانډو کې ځوانان یوازي په نشه، جګړه، او بهرنیو هېوادونو ته په مسافریت باندې خپل ژوند او عمر لنډوي  کله چې افغانستان ته ارامي راځي  کله چې موږ هر یو له امنیت تامین وروسته کلیو او بانډو ته ځو نو زموږ پرمختګ ښايي کله کله راته پیغور او هغو وطنوالو په خبره یوه ډیره نوې خبره و اوسي ټولنیز بدلون او د یوې ټولنې پرمختګ باید ټولشموله وي موږ اوس په اکثریت نه بلکي په اقلیت توګه مو هم پرمختګ نه دی کړی هر څوک دي د خپل کلي او بانډو انسانان، بیا ځوانان نارینه او نجونې پرتله کړي څومره نجونې ستاسو په ښار کې ژوند کوي څومره په کلیو او بانډو کې همداسې ځوانان هم وشمېرئ ترڅو مالومه سي چې کومه برخه يې زیات دي؟

بیا د کلیو او بانډو له ښار سره پرتلنه وکړئ چې  څومره يې پوهنتون لوستی څومره يې ښوونځۍ او په ټوله کې څومره یې سوداره دي کله چې دا نتیجې په لاس روړښايي زموږ د پرمختګ والو شمېر ۲٪ سلنه یا تر دې کمه وي په ټولیزه توګه موږ یوازي څو ولایتونه د افغانستان په کچه لرو چې هغه ټولشموله پرمختګ رامنځ ته سوی خو داسې ولایتونه هم لرو چې تراوسه يې ولسوالیو کې د ښوونځۍ دروازه نه ده خلاصه سوې.

د پرمختګ زینه یوازي تعلیم هم نه بولو رسنیو، او د خپل هېواد ته په اسانه توګه ګوټ ګوټ ته اسانه لاس رسی د کلیوالي ځوانانو له ښاري او د پرمختګ جوګه ځوانانو سره لیدل هم یوه لاره کیدلای سي چې موږ پرمختګ کړی وي خو له بده مرغه موږ دا چاره هم نسو ترسره کولای ځکه امنیت یوه حیاتي او د پرمختګ لومړی شرط اړتیا ده چې دا موږ بیخي لرو نه نو له دې ټولو اقرارونو وروسته ویلای سو چې موږ پرمختګ نه بلکي په شا تګ کړی.

یوه لویه ستونزه داده کله چې افغانستان ته رسنۍ انټرنیټ او یو شمېر نور نوي شیان راغلل موږ يې په استعمال کې هم زیات افراط وکړ هغه مو د دې پرځای چې د پرمختګ لپاره استعمال کړو بې ځایه استعمال کړې ځکه ډیر لوی سلن بهرنیان د انټرنیټ او انلاین لارې څخه زیاتي پیسې ګټې خو موږ یوازي پر انټرنیټت پیسې مصرف کړې، تاسو ولیدل چې د لته د انلاین کاربارونو په نومونو له غریبو هېوادوالو څومره غلاوې وسوې د فېسبوک په ګډون په ټولنیزو پاڼو کې موږ یو د بل څومره تخریب وکړ خو دايي لاره نه ده موږ په موډرن پرمختګ کې کاذب پرمختګ وغوښت چې داسې چارې  هیڅکله بریا ته نسي رسیدلی

راځئ اقرار وکړو چې موږ هیڅ پرمختګ نه دی کړی موږ چې هرڅه کړي یوازي فردي پرمختګ به مو تر یوه حده کړی هیڅ ټولنیز پرمختګ مو نه دی کړی فردي پرمختګ موږ ته د ګټې پرځای زیان رسولی موږ د ټکنالوژۍ څخه کاذبه ګټه اخیستې موږ د حیاتي اړتیا وو پرځای موقتي اړتیا وي په نظر کې نیولې

نو قدرمنو لوستونکو مخکې له دې چې هېواد کې سرتاسري امن رامنځ ته سوی نه وي بعیر له افراطه په هرڅه کېط متوازن تللی نه یو نو دې چوکاټونو ته پرمختګ نسو ویلای موږ یوهېواد او  یوه ځمکه یو د کلیوالو سره مو باید پرتلنه و نه سي هیڅ باید فرق ونلري

ع/ع

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.