The news is by your side.

ممکن(۱۶) میلیونه افغانان په کرونا ککړ او تر یولک زیات مړه شي‌

خبریال ویب پاڼه / د عامې روغتیا وزیر فیروز الدین فیروز په افغانستان کې د کرونا وایرس به چټکيد خبرېدو خبر ورکړ ؛نوموړی  وایي چې په راتلونکو کې د پیښو شمیر زیاتیږي ممکن چې د افغانستان ۱۶ میلیونه وګړي په دغه ویروس باندي اخته شي .‌

د عاميروغتیا وزیر په افغانستان کې د وایرس د ممکنه مړینيکچه (۱۱۰۰۰۰۰)‌ یو سلو لس زره کسان یاد کړ .

په تیرو 24 ساعتونو کې په ټول افغانستان کې د کرونا ویروس دوه مثبتې پیښې ثبت شوي دي چې د دغو دوه مثبتو پیښو ثبت سره د پیښو شمیر 42 ته رسیږي . هرات 22 پیښې او نورې شکمنې پیښې هم شتون لري .

سمنګان 4 پیښې؛ بلخ  3 پیښې چې یو کسې يي مړ شوی دی؛ لوګر 3 پیښې؛ کابل 2 پیښې هغه هم بهرنيان دي ؛ زابل 2 پیښې فراه 2 پیښې ،کاپیسا ،باغیس ،کندهار او ډایکندي ولایتونو کې یوه یوه پیښه ثبت شوي دي. دغه دوه تازه پیښې چې په لوګر ولایت چې ثبت شوې دغه کسان له ایران څخه راغلی دي  او سمنګان ولایت کې یوه میرمن په کرونا ویروس باندې اخته ده .

فیروز همداراز د وسله والو مخالفینو څخه هم مننه وکړه چې د روغتیا وزارت روغتیايي ټیم ته يي د خپل کنترول لاندې سیمو کې اجازه وکړه چې سمپل ګیري وکړي .

بل لوري ته په کابل کې د کرونا ویروس مخنیوي په پار د دوا پاشلو لړۍ  هم پیل شوې ده ږ

د کابل ښاروالۍ ویانده نرګس مومند وايي چې دغه ډله به د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي لپاره ټول ښار ضد عفوني کړي څو افغانان په دغه ګڼ مېشته ښار کې تر ممکنه حده له کرونا وایرس نه وژغوري .

افغانستان کې د کرونا ویروس لومړنۍ پېښه په هرات ولایت کې ثبت شوه خو دغه ویروس د کابل په شمول د دغه هېواد ۱۳ ولایتونو ته رسېدلی چې ټول ټال ۴۲ مثتبې پېښې پکې ثبتې شوي دي.

د دې سربیره چې د هېواد عامې روغتیا وزارت تایید کړي ده چې په بلخ ولایت کې د مړه شوي کس پایله د کرونا ویروس په معایناتو کې مثبت وه خو کورنۍ یې وایي چې د غه کس له څلورو کلونو راهیسې د زړه او زیړې ناروغۍ لرله او ډاکټرانو د نوموړي پر بدن باندې د کرونا ویروس نشتون له امله ډاډ ورکړی وه.

له دې سره سم د عامې روغتیا وزارت ټینګار کوي ،هغه روغتیایي کارکوونکی چې مړه شوې کس سره یې اړیکه لرله او هڅې دوام لري څو د نوموړي د کورنۍ یو شمیر غړي هم چې چمتال ولسوالۍ کې اوسیږي هم قرنطین شي.

د نړۍ په کچه تر اوسه نیږدې څلور لکه کسان په دې ویروس اخته شوي او له امله یې څه باندې ۱۶ زره کسان مړه شوي خو سلو زرو نه ډېر کسان د دغه ویروس له شره خلاص شوي دي او بېرته عادي صحي حالت ته رسېدلي دي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.