The news is by your side.

المان  له افغانستان نه خپل عسکر باسي‌

خبریال ویب پاڼه / د المان حکموت خبر ورکړ چې ژربه له افغانستان نه د خپلو عسکرو په وتلو پیل وړکړي‌. دا به د عسکرو د کمولو لړۍ وي چې د طالبانو او امریکا ترمنځ د تړون په پایله کې رامنځ ته کېږي .

المانیان که څه هم په افغانستان کې ډېر لږ عسکر لري‌ خو خپل پوځي‌ماموریت پای ته رسوي ‌او یوازي به د ناټو د نورو غړو هیوادونو سره همکاري‌ته دوام ورکوي‌او په افغانستان کې به د افغان امنیتي ساتونکو روزنه کوي‌.‌

دا مهال په افغانستان کې ۱۳۰۰ آلماني عسکر ميشت دي دي‌چې د ناټو د ماموریت په چوکاټ‌ کې دنده پر مخ وړي‌.

په المان کې د خبریال ډاټ کام همکار شاکر عزیزي‌ وايي‌ چې دا خبره حکومت د المان خبري‌آژانس ته کړې ده .

الماني‌عسکر دافغانستان په شمال کې ماموریت کوي چې اوس یې د خپل ماموریت د لانور محدودولو تابیا کړې ده .

المان دا خبره په داسي وخت کې را وسپړله چې دوې ورځي ‌وړاندي د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو داشرف غني‌او عبدالله عبدالله د روغي‌ناکامه هڅه وکړه .‌

نوموړي‌ کابل ته ناببره سفر وکړ او کله چې د دواړو روغه ناکامه شوه لمړی قطر کې له طالبانو سره تم شو او وروسته یې پر افغانستان د یو ملیارد ډالرو د مرستې کمولو اعلان وکړ .

افغانستان د اوسني‌ سیاسي‌ پېر په تر ټولو بد حالت کې قرار لري‌ ؛ د عبدالله عبدالله ځان بلونکي ‌ولسمشري‌ او د اشرف غني ‌د ټاکنو د ناکام ماموریت په پایله کې اوس دغه هیواد له سخت سیاسي‌او اقتصادي‌ بهران سره مخامخ دی .‌

که چېر ته دافغانستان سیاسیون ؛‌ حکومت او اپوزیشن په ګډه رواني‌ستونزي ‌ته حل لار ونه مومي ‌ښايي روان وضعیت لا نور له ستونزو سره مخ شي‌.

د روان کال د فبروي پر نهویشتمه نېټه په قطر کې د طالبانو او امریکا ترمنځ د سولي د تړون تر لاسلیک وروسته پر افغان حکومت هم فشارونه زیات شوي دي .

دا سي ښکاري چې د افغانستان ګاونډي هیوادونه پاکستان او ایران ؛ په کور دننه طالبان ؛‌حزب اسلامي‌؛ د شمال ټلواله او له واکه پرزېدلي ‌سیاسیون او په نړۍ واله کچه د امریکا متحده ایالات هڅه کوي ‌چې نور د غني‌حکومت را وپرزوي .‌

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance