The news is by your side.

په کورونا اخته کسان ۷۴ ته ورسېدل

خبریال وېب پاڼه/د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې په تېرو څه د پاسه څلورویشتو ساعتونو کې د کورونا ویروس ۳۲ نورې پېښې هم ثبت شوې دي چې ویل کېږي یادې شوې ټولې پېښې په هرات ولایت کې دي.

تر دې وړاندې په ټول هېواد کې ۴۲ مثبتې پېښې ثبت شوې وې چې له ډلې یې په بلخ کې یو کس ژوند هم له لاسه ورکړی ؤ. په هرات کې د تازه ۳۲ پېښو سره په هېواد کې د کورونا مجموعي ناروغان ۷۴ کسانو ته ورسېدل.

دا په داسې حال کې ده چې د عامې روغتیا وزیر په خپل تازه بیان کې ویلي چې ښایي د ټول هېواد ۸۰ سلنه هېوادوال په کورونا ویروس اخته شي. د وړاندوینې له مخې ویل کېږي چې تر ۱۱۰ زره د زیاتو افغانانو د وژل کېدو شونتیا هم شته ده.

په ورته وخت کې ولسمشر محمد اشرف غني پرون سه شنبه د یو ویډیویي کانفرانس له لارې پر وسلوالو مخالفینو غږ وکړ چې د کورونا ویروس د مخنیوي په خاطر دې اوربند اعلان کړي ځکه په خبره یې که د کورونا له امله کومه بشري فاجعه را منځته شوه، مسؤلیت به یې خپله د وسلوالو مخالفیو او د دوی پر بادارو هېوادونو باندې وي.

ښاغلي غني زیاته کړه چې افغانستان د کورونا له احتمالي ګواښ سره مخ دی او په دې کې د یو ولسمشر په توګه د هېواد هر وګړي ته مسؤلیت لري چې درملنې ته یې ور ودانګي، هغه که په ښار او یا هم د طالب وسلوالو تر ولکې لاندې سیمه کې اوسېږي.

کویډا۱۹ ناروغۍ په ټوله نړۍ کې وېره را منځته کړې ده او تر دې مهاله یاد شوی ویروس د نړۍ کابو ۱۶۷ هېوادونو ته رسېدلی دی. په سیمه کې ایران او پاکستان د کورونا تر شدید برید لاندې راغلي دي. په ایران کې ۱۶۰۰ زیاتو کسانو د دغې ناروغۍ له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی دی او زرګونه نور پرې اخته دي. د دغه هېواد مذهبي مشر په وار وار د امریکا لخوا د کورونا پر وړاندې د مبارزې مرسته هم رد کړه. د ایران د روغتیا وزرات وایي په هرو ۱۲ دقیقو کې یو ایرانی د کورونا له امله خپل ژوند له لاسه ورکوي.

په نړیواله کچه څه کم ۴ سوه زره کسان په کورونا ویروس اخته دي، تر ۱۹ زر زیات یې وژلي او څه کم یو لک کسان ورڅخه بېرته روغ شوي دي.

هرات ته په لومړي ځل له ایران نه دغه ویروس راغی چې تر اوسه شاوخوا ۵۰ کسان یوازې له هرات ولایت څخه په کویډا۱۹ ناروغۍ اخته شوي دي. په هرات کې د سیمه ییزو چارواکو لخوا د ورځې له لوري ګرځبندیز هم لګېدلی دی.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.