The news is by your side.

امریکا پر زړوره ښځه برید وغانده

خبریال وېب پاڼه/د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې د وردګو ولایت پر ښارواله ظریفه غفاري باندې برید غندلی او له افغان حکومت څخه یې د پېښې د عاملینو د پلټنې غوښتنه کړې ده.

د تېرې یکشنبې په ورځ نا معلومو وسلوالو د کابل د پینځمې ناحیې په مربوطاتو کې د سپین کلي څلور لاري سره د ظریفه غفاري پر موټر وسلوال برید وکړ خو چا ته په کې مرګ ژوبله وا نه وښته. د کورنیو چارو وزات هم دغه پېښه تائیدوي خو د دغې پېښې د عامیلینو په پیدا کولو کې یې تر دې دمه څه نه دي ویلي.

آغلې ظریفې هماغه وخت وویل چې دې ته څو ځله ګواښ شوی ؤ خو دا چې خپلو چارو او دریځ ته ژمنه ده، هڅه کوي خپلو چارو ته په عادي ډول ادامه ورکړي. که څه هم د یادې شوې پېښې مسؤلیت تر دې مهاله کومې وسلوالې ډلې په غاړه نه دی اخیستی خو دغه ډول پېښې ډېری وخت د طالب اورپکو لخوا ترسره کېږي.

کابو شل ورځې مخکې مېرمن ظریفه غفاري د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د زړور ښځو جایزې ته غوره شوه. د زړورو ښځو جایزه هر کال د امریکا د بهرنیو چارو وزارت لخوا د یو لړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کې د نړۍ په کچه هغو غښتلو، زړورو، د جنسیتي نابرابرۍ پر وړاندې درېدونکو، د بشري حقونو پالونکو، عدالت کوونکو او د سولې په چارو کې مخکښو ښځو ته ورکول کېږي چې سږ کال یې آغلې ظریفې د اخیستلو ویاړ ترلاسه کړ.

ظریفه غفاري د کابل په لویدیځ اړخ کې پروت نا امنه ولایت (وردګو) ښارواله ده. هېره دې نه وي چې تېر کال د بي بي سي د سلو ښځو په نوملړ کې د ۱۹ اغېزمنو او الهام بښونکو ښځو له ډلې هم وه. مېرمن ظریفه ۲۶ کلنه ده او د ماسټرۍ تر کچې زده کړې لري.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو ویلي چې مېرمن ظریفه یوه زړوره ښځه ده او غوره مدیریت او زړورتیا ه امله یې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت جایزه هم ترلاسه کړې ده. ښاغلي پمپیو زیاته کړې چې د افغانستان راتلونی د هغه چا په لاس کې دی چې د ښځو حقونو ته ژمن وي، نه چې د هغو پر وړاندې د تاوتریخوالي دریځ خپلوي.

ډېری افغان مدني ټولنې او د ښځو چارو فعالان له امریکا سره د شوي هوکړه لیک پر سر اختلاف لري او وایي چې دې توافقنامه کې د ښځو حقونو ته ځانګړې پاملرنه نه ده شوې. طالب وسلوال د ښځو د حقونو پر محدودیت کې لویه مخینه لري چې په اوسني افغانستان کې یې دا دریځ هېچا ته د منلو وړ نه دی.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.