The news is by your side.

ضمیر کابلوف: پمپیو د افغانستان د کړکېچ په حل کې ناکام شوی

خبریال وېب پاڼه/ د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف د امریکا له لوري پر افغانستان د یو میلیارد ډالر مرستې کمول غندلي او دا یې نا معقولانه عمل بللی.

کابلوف دا راز د افغانستان د شخړو د حل لپاره امریکا د بهرنیو چارو وزارت مایک پمپیو حل لاره سمه نه ده بللې.

نوموړی وایي، امریکا پر افغانستان د یو میلیارد ډالرو پر کمولو غواړي پر افغان حکومت فشار راوړي، پمپیو د افغانستان د کړکېچ د حل لپاره په خپل مأموریت کې ناکام شوی او په دې توګه اوس غواړي پر افغانستان فشار زیات کړي.

کابلوف د امریکا له لوري پر افغانستان د یو میلیارد ډالر کمول نا سمه لاره ده او پر وینا یې چې افغانستان په اوسني حساس وضعیت کې لا ډېرو مرستو ته اړتیا لري.

د افغانستان لپاره د روسیي ځانګړی استازی همدا راز له افغانستان نه د بهرنیو ځواکونو له وتلو ملاتړی دی او هیله څرګندوي چې دا لړۍ ژر تر ژره پیل شي.

دا په داسې حال کې ده چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو افغانستان کې د روانو سیاسي شخړو د حل په موخه له عبدالله او ولسمشر غني سره ولیدل.

دا چې مایک پمپیو ونه توانېد د ولسمشر غني او عبدالله عبدالله ترمنځ چې عبدالله عبدالله له ولسمشر سره د واک پر سر په جنجال کې دی، جوړ جاړی وکړي، نو پر افغانستان یې د یو میلیارد ډالرو د کمولو خبره وکړه.

عبدالله عبدالله چې د ولسمشر غني سره د واک پر سر په لانجه کې دی، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو سفر ښه چانس بللی خو د ده پر وینا چې سمه ګټه ترې وانه خیستل شوه.

عبدالله عبدالله ته دا راز د ولسمشر غني له لوري د سولې په برخه کې د کلیدي رول لوبول او د ډلې غړو ته یې په کابینه کې د برخې ورکولو وړاندیز هم شوی، خو عبدالله یې د تل په څېر بیا هم نه مني.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني، د امریکا د یو میلیارد ډالرو کمښت په اړه څرګنده کړې، چې پر افغانستان به کوم، منفي اغېز ونه کړي، خو عبدالله عبدالله په اساسي قانون کې بدلون را وستل غواړي.

د غني پر وینا هېڅ داسې کومه معامله به ونه کړي، چې د اساسي قانون سره په ټکر کوي، اساسي قانون کې بدلون راوستل زما صلاحیت نه دی.

ولسمشر غني پرون په یو ویډیویي پیغام کې پر طالب وسله والو غږ کړی، چې د کرونا ویروس د مخنیوي لپاره دې اوربند وکړي.

غني طالبانو ته په ټینګار سره وویل، که د کرونا له امله ستره فاجعه رامنځته شوه، نو پړه به یې د طالب وسله والو او د دوی د ملاتړو پر غاړه وي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.