The news is by your side.

یونما د افغانستان لپاره نوې استازې وټاکله

خبریال وېب پاڼه/ملګرو ملتونو د تادامچي د دورې له بشپړېدو وروسته دیبورا لیونز د افغانستان لپاره خپله نوې استازې وټاکله.

آغلې دیبورا لیونز د کاناډا ده او نوموړي د بشري حقونو په دفاع کې ستره مخینه لري او د ښه شهرت خاونده هم ده. نوموړې به په افغانستان کې خپل ماموریت پیلوي. تر دې مخکې تادامچي یاممتو د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي دنده مخته وړله.

نوموړی له ۱۳۹۴ لمریز کال را په دېخوا په افغانستان کې د ملګرو ملتونو یا یونما ځانګړی استازی ؤ. ښاغلي یاممتو تېره اونۍ په یوه ویډیویي پیغام کې وویل چې د ماموریت دوره یې بشپړه شوې ده او تمه لري چې روان ۲۰۲۰ ز کال به د افغانستان له پاره د یوې تلپاتې سولې پیلامه و اوسي.

ښاغلي تادامچي یاممتو په افغانستان کې له ټولو سیاسي او هېوادنیو چارو څخه څارنه کوله او په افغانستان د را منځته شوي ټاکنیز کرکیچ د هواري لپاره یې هم هڅه کوله د دواړه مشرانو تر منځ د پخلاینې دروازه پرانیزي خو وروسته له هغه چې نومړی پخواني اجرایه رییس عبدالله ته د ټاکنیزې لانجې د حل په موخه ور ودانګل، د بهرنیو چارو وزارت لخوا احضار کړی شو.

دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو عمومي منشي ښاغلي انتونیو ګوتریش په ټوله نړۍ کې د کورونا ویروس د مخنیوي په خاطر د اوربند غوښتنه وکړه. نوموړي وویل چې اوس مهال نړۍ له یو ستر او پت دوښمن سره لاس او ګرېوان ده نو په کار ده چې د دغو قربانیو د را کابو کولو او بالاخره د کورونا د له منځه وړلو لپاره نړیوال سره یو موټی او له تاوتریخوالي لاس واخلي.

ښاغلي ګوتریش پرون سه شنبه په خپل یوه بیان کې وویل چې د نړۍ په کچه د جګړې ټول قربانیان د کویډا۱۹ له ستر ګواښ سره مخ دي او په خبره یې که د دې مخه و نه نیول شي، په نړیواله سطحه به یوه ستره بشري فاجعه را منځته شي. نوموړي زاته کړه چې اوس د دې وخت راغلی چې سمدستي په ټوله نړۍ کې له ماشو ګوتې پورته شي او د عمومي اروبند وشي.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني هم پر وسلوالو مخالفینو غږ وکړ چې تاوتریخوالی ودروي او پرېږدي چې حکومت د دوی تر ولکې لاندې سیمو کې د کورونا ویروس د شکمنو ناروغانو درملنه وکړي او په خبره یې که په دې برخه کې کومه فاجعه را منځته شي، مسؤلیت به یې د طالبانو او د دوی د واکدارانو په غاړه وي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.