The news is by your side.

د کرونا ویروس ٤٥ کلنه ناروغه په هرات ولایت کې مړه شوه

خبریال وېب پاڼه/ د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وایي، نن چهارشنبه(وري ٦مه) په هرات ولایت کې د کرونا ویروس ٤٥ کلنې ناروغې ساه ورکړه.

دا د کرونا ویروس دویمه مړینه ده، چې د عامې روغتیا وزارت سره ثبت شوه.

تر دې وړاندې په بلخ ولایت کې د کرونا ویروس ناروغ مړ شوی و.

په ورته مهال نن د افغانستان لویدیځ کې پروت هرات ولایت، له کورنا ویروس د مخنیوي او خوندیتوب په موخه قرنطین شوی، هټۍ او د ګڼې ګوڼي ځایونه تړل شوي او په عامه ځایونو کې هم ګرځبندیز لګېدلی.

په افغانستان کې هرات یوازینی ولایت دی، چې د کرونا ویروس ډېرې مثبتې پېښې په کې ثبت شوي دي.

پرون په هرات ولایت کې ٣٢ د کرونا یا کوېد ١٩ ویروس مثبتې پېښې شوې وې، چې د دې اوونۍ تر ټولو لوړه شمېره ښیي.

په هم مهاله توګه د کرونا یا کوېد ١٩ ویروس د هېواد پلازمېنې کابل په ګډون، کندهار، لوګر، فاریاب، سمنګانو او څو نورو ولایتونو ته هم سرایت کړی او په ټولو ولایتونو کې احتیاطي او روغتیایي تدابیر نیول شوي دي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت هم اندېښنه ښوولې که هېواد وال مو وقایوي لارښوونې تطبیق نه کړي، امکان لري د افغانستان سم نیمایي نفوس پر دې بد ویروس اخته شي.

افغان حکومت له کرونا ویروس د خوندیتوب په موخه په دولتي ادارو کې کارونه ساعتونه هم محدود کړي دي.

په ټولو ولایتونو کې د ښوونیزو ادارو او ښوونځیو په تړل کېدو سره اوس مهال، د ښوونځیو زده کوونکو ته درسونه د ټلوېزیوني رسنیو له لارې ورکول کیږي.

زده کوونکي هم خوښ دي، چې بېرته یې خپلو درسونو ته لاس رسی وموند.

د کرونا ویروس په دا وروستیو کې په نړۍ کې په ډېره چټکۍ سره د انسانانو ژوند واخیست او ورځ تر بلې یې ګواښ په زیاتېدو دی، خو د وقایوي لارښوونو په تطبیق سره یې به یې د ګواښ کچه را ټیټه شي.

په دې سره په ورته مهال یو شمېر راپورونه ښیي، چې په چین کې د هېنټا په نوم نوی، ویروس پیدا شوی، چې یو کس ترې مړ شوی او څو نور پرې اخته دي.

د چین روغتیایي متخصصین ډاډ ورکوي، چې له څېړنو وروسته به د دې ویروس درملنه هم ژر تر ژره وشي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.