پر کورونا اخته کسان ۷۹ ته ورسېدل

خبریال وېب پاڼه/د عامې روغتیا وزرات په خپل تازه بیا کې وایي چې په هېواد کې ۵ نورې مثبتې پېښې هم ثبت شوې چې په دې سره په ټول هېواد کې د کورونا ویروس مثبتې پېښې ۷۹ ته ورسېدې.

په تېرو کابو ۴۰ ساعتونو کې په افغانستان کې د کویډا۱۹ ناروغۍ ۳۸ تاه پېښې ثبت شوې او د دغه ویروس ه امله په هرات کې وړمه شپه یوه ښځه مړه شوې هم ده. دا په داسې حال کې ده چې نن چهارشبه، د مارچ میاشتې ۲۵ مه نېټه په هرات کې ګرځبندیز هم ولګېد او خلک به د ورځې له خوا په ښار او لارو کوڅو کې له ضروري اړتیا پرته تګ راتګ نه کوي.

په هېواد کې د کورونا ویروس د خلکو اندېښنې زیاتې کړې دي. دولت له کورونا ویروس سره په مبارزه لګیا دی خو وسلوالو مخالفینو په افغان ځواکونو، عامه تاسیساتو او عبادت ځایونو باندې خپلو بریدونو ته شدت ورکړی دی. تېره اونۍ یې په زابل کې پر افغان ځواکونو باندې برید کړی ؤ او لسګونه سرتېري یې وژلي وو.

که څه هم ولسمشر غني پر طالبانو او نورو وسلوالو ډلو غږ وکړ چې د کورونا ویروس د مخنیوي په خاطر دې اوربند وکړي څو دولت وکولی شي له ولس سره د دغې وژونکې ناروغۍ پر وړاندې مرسته وکړي خو طالب اورپکو تر دې مهاله د ولسمشر غوښتنې ته کوم غبرګون نه دی ښودلی. هېره دې نه وي چې نن چهارشنبه سهار شاوخوا ۸ بجې د کابل ښار لومړۍ حوزې ته نیږدې د سکانو پر عبادت ځای باندې برید شوی او تر دې مهاله د ۱۱ کسانو د وژل کېدو او همدې شمېر د ټپي کېدو خبر ورکړل شوی دی.

شنونکوي وایي چې افغانستان د خپل تاریخ تر ټولو بد حالت کې را ګیر دی چې یو خوا طالب اورپکو خپلو بریدونو ته زور ورکړی او بلخوا د کویډا۱۹ ناروغۍ نړۍ له ستر ګواښ سره مخ کړې ده او تازه د افغانستان ډېری ولایتونو ته هم دغه ناروغي تللې ده.

په ټول هېواد کې تر دې مهاله په ۷۹ کسانو کې دوه یې د همدې ویروس له امله وژل شوي دي. د عامې روغتیا وزارت وایي چې پر لسګونو مشکونو پېښو باندې طبي پرسونل لګیا دي چې ښایي د مثبتو پېښو ګراف نور هم لوړ شي.

تېره ورځ د عامې روغتیا وزیر ښاغلي فېروزالدین فېرزو رسنیو ته وویل چې افغانستان له یو ستر روغتیایي ګواښ سره مخ دی او په خبره یې که د ډاکترانو سپارښتنې تعقیب نه شي، ښایي په ټول هېواد کې تر ۱۶ ملیونو کسان په کویډا۱۹ اخته شي چې په دې کې د ۱۱۰ زره شاوخوا د مړینې شونتیا هم شته ده.

ښايي دا مو هم خوښ شي

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More