The news is by your side.

نن حکومت او طالب مشران بیا سره ویني

خبریال وېب پاڼه/د قطر په پلازمېنه دوحه کې د وسلوالو طالبانو د سیاسي دفتر ویاند تېره شپه په خپله ټویټر پاڼه ولیکل چې نن چهارشنبه به د سره صلیب، امریکایي او د قطر چارواکو په شتون کې له افغان حکومت سره ویډیویي کانفرانس ولري.

تر دې وړاندې هم د سولې په چارو کې د حکومت او طالب مشرانو تر منځ د ویډیویي کانفرانس له لارې خبرې اترې شوې وې. ویل کېږي له حکومت سره د طالبانو دا خبرې به د بندیانو په خوشی کولو او د بین الافغاني مذاکراتو لپاره پر چمتووالي را څرخي.

دا دویم ځل دی چې د طالب اورپکو د سیاسي دفتر مشران له حکومت سره د ویډیویي کانفرانس له لارې خبرې کوي. د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند په خپل ټویټ کې ویلي چې د دوحې پر وخت نن چارشنبې دولس نیمې بجې به له افغان حکومت سره د طالب بندیانو د خوشي کولو پر سر د طالبانو تخنیکي ټیم خبرې وکړي. ټاکل شوې وه د روانې مارچ میاشتې پر ۱۴ نېټه د ولسمشر غني د فرمان له مخې د طالب بندیانو لومړۍ ډله خوشي شي خو د امنیت شورا وویل چې د طالب زندانیانو د خوشي کولو د څرنګوالي پر پلان کار روان دی.

له هغې څخه تر دې دمه ۱۱ ورځې وتلې دي خو لا هم حکومت د دغه بندیانو د خوشي کولو په هکله رسنیو ته جزیات نه دي ورکړي. ډېری شنونکي او د نظر خاوندان نیوکه کوي چې دولت باید د طالب بندیانو په خوشي کولو کې له احتیاط څخه کار واخلي ځکه په خبره یې په دوی کې ډېری هغه کسان دي چې په سترو جنایتونو او لویو جرمونو کې یې لاس درلود.

د ۵۰۰۰ طالبانو په بدل کې د زرو دولتي زندانیانو د خوشي کولو پرېکړه هم شوې وه خو له امریکا سره تر هوکړه لیک لاسلیکولو یوه ورځ وروسته طالبانو له وردګو څخه و یو شمېر ملي وګړي ورسره بندیان کړل څو وکولی شي د خپلو زرو بندیانو شمېر پرې پوره کړي. ویل کېږي طالبان په خپلو بندیخانو کې څوک نه لري او کم شمېر کسان چې ورسره بندیوان وو، د افغان کومانډویي ځواکونو لخوا را خوشي کړای شول.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د طالب وسلوالو مشرانو د ۵ زره بندیانو د خوشي کولو لپاره فشارونه زیات کړي دي. یو شمېر سیاسي شنونکي وایي چې د طالبانو بندیان خوشي کول د یوه بل خونړي جنګ زېری دی او زیاتوي چې دوی به بېرته د جګړې لومړۍ کرښې ته لاړ شي او په تاوتریخوالي به لاس پورې کړي.

د سولې په چارو کې د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد هم تېره اونۍ پر افغان حکومت غږ کړی ؤ چې د طالب بندیانو د خوشي کولو وخت را رسېدلی دی او په خبره یې امریکا غواړي چې دا چاره ژر پیل شي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.