The news is by your side.

هلمند یان یو ځل بیا وایو چې د سب استېشن تاسیسات باید وران نشي .

خبریال ویب پاڼه / هلمندیان وايې د وسلوالو طالبانو څخه مو غوښتنه داده چې د کندهار او هلمند دوه لاره کې پروت د بریښنا سب استېشن ته دي هيڅ ډول زیان نه رسوي . دوی دا خبري د هغه راپورونو له مخي کوي چې وايې وسلوال طالبان غواړي د د کندهار هلمند دوه لارې سب استېشن پر شاوخوا د جلتو (ایسکو ) محافظتي دېوالونه لیري کړي، ځکه ددوی په اصطلاح دا جلتي (ایسکو ) د امنیتي ځواکونو دي او په بیا راتګ سره پکي ځای پر ځای کیږي .

. د تازه راپورونو له مخي وسلوال طالبان هغه ۵۶ کانتینران او شاوخوا ځیني نور تاسیسات د دولت اړوند بولي نو ځکه وایې چې باید یې له منځه یووسي .

د هلمند اوسیدونکي وايې  په اصل کي حقیقت دادی چې د فقر په پیسو را ټول سوی دا ټول دار او ندار ددې بېچاره ملت بیت المال دی .

دوی زیاتوي ددغه محافظتي جلتو (ایسکو)  څخه هیڅکله امنیتي ځواکونو ګټه نده اخیستې او نه هم ورڅخه بله سیاسي استفاده سوې ده .

یادکسان وايې د دې کار زیانونه ډیر دي چې بیا به د سرخوږي سره مخ سو دوی وايې ؛ دا چي دا ساحه هر وخت د جګړې ډګر وي که د جلتو (ایسکو )دغه محافظتي دېوالونه نه وي ، هغه ګران بیه ترانسفرمرونه او ځیني نور تخنیکي وسایل به د مرمیو له جدي ګواښ سره مخ وي .

یاد کسان زیاتوي چې د عامه تاسیساتو خوندیتوب چي د بیت المال اړوند دي ، مسؤلیت یې د ولس ،وسلوالو طالبانو او افغان حکومت دی ، البته که چیري ځان دې ولس ته مسؤل ګڼي  .

وسلوالو طالبانو د یاد سب استیښن په اړه تر اوس د یادو کسانو په غبرګون څه نه دي ويلي .

وحیدالله عمرزاد هلمند

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.