ايوشمان وايي ښځه يې د هغه ملاتړې، مينه او غوره ملګرې ده

خبریال ویب پاڼه / د باليووډ فلمونو مشهور اداکار ايوشمان کهرانه د واده نن ١٢مه کليزه ده، هغه وايي چې ښځه يې د هغه ملاتړې، مينه او د هغه غوره ملګرې ده او د ژوند روزونکې ده.

ايوشمان کهرانه له فلم جوړونکې طاهره کېشپ سره په ٢٠٠٨ کال کې واده کړى و، دواړو تر اوږدې يارانې وروسته واده وکړ، چې اوس اته کلن زوى ويراج وير او شپږ کلنه لور وروشکا هم لري.

د واده د ١٢ کلونو په پوره کېدو، ايوشمان کهرانه د ټولنيزو رسنيو په مشهور اپليکېشن انسټاګرام کې له خپلې ښځې سره يو ګډ عکس خپور کړى دى او د هغه په اړه يې ډېر څه ليکلي دي.

ايوشمان کهرانه له ياد عکس سره ليکلي دي، چې زما او ستا د ګډ وخت تېرولو ١٢٥ کلونه تېر شو، ښايي تر دې هم ډېر وي، ځکه زه فکر کوم چې زه تا له سليزو کلونو څخه پېژنم، دا هر څه لا محدوده دي.

هغه همدا راز مخکې ليکي، ته زما ملاتړې، مينه، شخصي کوميډينه، د ژوند روزونکې او تر دې هر څه زيات زما غوره ملګرې يې، زه غواړم چې له تاسره زوړ شوم، موږ به په ژوند کې ډېر خوند واخلو، د واده کليزه دې مبارک وي.

طاهره کېشپ هم د ايوشمان کهرانه سره عکس خپور کړى دى او د خپل ژوند او ايوشمان کهرانه په اړه يې ځينې له مينې ډکې جملې ليکلي دي او هغه ته يې د واده د کليزې مبارکي ويلې ده.

د يادولو وړ ده چې د ٣٦ کلن ايوشمان کهرانه وروستى فلم د (ګلابو سيتابو) په نوم په روان کال په انلاين بڼه خپور شوى و. په دې فلم کې هغه له اميتاب بچن سره کار کړى و او دا فلم خلکو ډېر زيات خوښ کړ. د هغه راتلونکى فلم د (چنديګړ کرى عاشقي) په نوم دى، چې واني کپور ورسره کار کوي او په ٢٠٢١ کال کې به نندارې ته وړاندې شي.

ښايي دا مو هم خوښ شي

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More