صالح: غواړو د پاکستان ویزو د ورکړې بهیر کې نظم رامنځته شي

خبریال وېب پاڼه/ د افغانستان د ولسمشرۍ ماڼۍ لومړی مرستیال امرالله صالح وایي، حکومت غواړي هېواد والو ته د پاکستان د ویزو د ورکړې بهیر کې نظم را منځته کړي.

امرالله صالح کابل کې د پاکستان لع سفارت غوښتي چې د ورځنیو ویزو د ورکړې شمېر دې روښانه کړي.

ښاغلي صالح په خپله فېسبوک پاڼه لیکلي، چې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د پاکستان له سفارت غواړي څو افغانانو ته د ورځنیو ویزو د ورکړې شمېر روښانه کړي.

صالح وایي له نې مو موخه د ویزو د ورکړې بهیر کې هېواد والو ته د اسانتیا او نظم راول دي.

دا په داسې حال کې دهۍچې څو اوونۍ مخکې ننګرهار ولایت کې د پاکستان د ویزو اخیستنې په موخه په زرګونو را ټولو شویو کسانو کې په زیات بیرو بار کې ١٢ مېرمنې تر پښو لاندې شوې او مړې شوې او د درې نارینوو په ګډون ١٢ تنه ټپیان شول.

زرګونه هېواد وال د پاکستان د ویزې اخیستلو لپاره د جلال اباد ښار پاکستان کونسلګرۍ ته مراجعه کوي او ځینې ان د شپې له خوا د کونسلګرۍ مخې ته د ویزې د اخیستنې لپاره انتظار کوي.

له دې پېښې وروسته افغانستان کې د پاکستان نوي سفیر منصور احمد خان وویل افغانانو ته د ویزې د ورکړې بهیر کې د اسانتیا رامنځته کولو لپاره له افغان چارواکو سره غږېدلي.

جلال اباد کې د پاکستان د ویزو د اخیستنې بهیر کې له مرګ ژوبلې بیا وروسته پاکستان د ویزو لپاره نوې سټراټیژي اعلان کړه چې له مخې یې د نهروغانو او زده کړیالانو لپاره زیاتې اسانتیاوې برابرې شوي او د ویزو موده د پخوا په پرتله تمدید شوې ده.

ښايي دا مو هم خوښ شي

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More