The news is by your side.

پاکستان ۶ مخور طالب زندانیان خوشي کړل

خبریال وېب پاڼه – د پاکستان حکومت د طالبانو د واکمني پر مهال د د نظامې محکمې د ریس عبدالرحمان اغا په ګډون ۶ مخور او ځیني د منځنۍ کچې طالب زندانیان آزاد کړل.

په آزاد شویو زندانیانو کې ملا عبدالغفار حقاني چې د عربي هیوادونو د مرستو را غونډولو مسئول وو هم خوشي شوی دی.

یوې طالب سرچینې خبریال وېبپاڼې ته وویل چې مسلم حقاني؛محمود حقاني او ملاتوکل هم په آزادشویو طالب زندانیانو کې شامل دي.

د خبریال وېیپاڼې معلومات ښيي چې ددې زندانیانو د خلاصون غوښتنه د طالبانو دسیاسي دفتر مشر او د مشر شیخ ملا هیبت الله خوند مرستیال ملا برادر د خپل سفر پر مهال په پاکستان کې د هغه هیواد له چارواکو کړې وه.

د خبریال وېبپانې سرچینې وايي چې ملابرادر اخوند ددې موضوع د تعقیب چارې د تحریک نورو مشرانو ته سپارلې وې چې وړمه ورځ د زندانیانو په آزادولو بریالي شو.

د خبریال وېبپاڼې سرچینې وايي‌ چې یو شمیر نور د منځنۍ کچې طالب زندانیان هم د پاکستاني استخباراتو ای ایس ای له نظارت خانو ازاد شوي دي چې دقیقه شمېره یې لا هم نه ده روښانه.

پاکستان چې له طالبانو سره هم دوه مخې پالیسي پرمخ وړي په اکثره زندانونو کې اوس هم طالب زندانیان د زندان بدې شپې تېره وي.

دا زندانیان چې تازه آزاد شوي دي‌ د پاکستاني‌ استخباراتو له لوري په کراچي؛ د بلوچستان په پښین او قلعه سیف الله سیمو کې نیول شوي وو.

د یادولو وړده چې د پاکستان په زندانونو کې اکثره طالب مشرانو ته سختې شنکجې ورکول کېږي او آن تر دې چې خیني ‌طالب مشران د پاکستاني استخباراتو تر وهلو لاندي وژل شوي دي‌.‌ البته دا لا روښانه نه ده چې اوسنیو طالب زندانیانو ته به د کومې کچې شکنجې ورکول شوې وي، خو په ټوله کې د پاکستان له زندانونو او استخباراتي نظارت خانو خوشي شوي طالب مشرانو کې اکثره له پاکستان نه کرکه کوي.‌

تر دم ګړیه د طالبانو رسمي ویندویانو د وروستیو زندانیانو د خلاصون په تړاو څه نه دي‌ویلي،خو د طالبانو مختلفو مشرانو د پاکستان له بدو زندانونو د زندانیانو د خلاصون پخلی خبریال وېبپاڼې ته وکړ.‌

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.