٢٧ ولایتونو کې افغان ځواکونه او طالبان په جګړه دي

خبریال وېب پاڼه/ د افغانستان د ملي دفاع وزارت وایي، په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د هېواد په ٢٧ ولایتونو کې د افغان امنیتي ځواکونو او طالبانو تر منځ جګړې شوي.

دفاع وزارت وایي، که څه هم افغان امنیتي ځواکونه په دفاعي حالت کې دي خو په یو شمېر ولایتونو کې د طالبانو له لوري د جګړې په زیاتېدو ځواکونه هم ځوابي بریدونه کوي چې مقابل لوري ته یې درانه تلفات ور اړولي.

دفاع وزارت زیاتوي چې تېرو ٢٤ ساعتونو کې په ٢٧ ولایتونو کې د افغان ځواکونو سره د جګړې په ترڅ کې ٨٠ وسله وال وژل شوي او ٤٥ زیات ټپیان دي.

طالبانو بیا په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

له دې ډلې ولایتونو، په هلمند، روزګان، کندهار، بدخشان او نورو ولایتونو کې جګړې سختې شوي دي.

دوحه کې د بین الافغاني مذاکراتو له پرانیست غونډې را په دې خوا افغان ځواکونه په دفاعي حالت کې دي خو د طالبانو له لوري جګړې زور اخیستی چې د افغان ځواکونو له ځوابي برید سره مخ شوي.

ولسي جرګه بیا نیوکه کوي چې په دفاعي حالت کې د افغان ّواکونو پاتې کېدل به نور هم په زیان وي.

په هلمند ولایت کې د څه باندې نیمې میتشتې را هیسې جګړې سخته جګړه لا هم په بشپړه توګه نه نه مهار شوې، افغان ځواکونه توانیدلي چې د مرکز سره تړلې لارې خلاصې کړي او له طالبانو نیول شوې سیمې بېرته ونیسي خو د جګړې په پای کولو لا نه دي برلاسي شوي.

بل لور د روزګان ولایت په یو شمېر ولسوالیو کې امنیتي ځواکونه له طالبانړ سره په سختو جګړو بوخت دي.

د روزګان ولایت دهراوود ولسوالۍ امنیتي ځواکونه وایي له څو ورځو را هیسې د خوړو لپاره څه نه لزي او په وږي نس د طالبانو د بریدونو ځواب وایي.

د دهراوود اوسېدونکي هم وایي، ولسوالۍ ته غځېدلې ټولې لارې تړل شوي او دوی نه شي کولی ټپیان را وباسي.

ښايي دا مو هم خوښ شي

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More