The news is by your side.

مشرانو جرګه: امریکا دې پوځي هډې د تخریب پر ځای افغان ځواکونو ته وسپاري

خبریال وېب پاڼه/ د افغانستان د مشرانو جرګه وایي، امریکا دې له وتلو وروسته خپلې پوځي هډې او پوځي تجهیزات د تخریب پر ځای افغان ځواکونو ته وسپاري.

د مشرانو جرګې سناتورانو نن په یوه غونډه کې یادوونه وکړه چې امریکایي ځواکونه له وتلو وروسته پوځي هډې نړوي او تجهیزات یې پاکستان ته انتقالوي، افغان حکومت ته په کار ده چې امریکا سره په دې اړه وغږیږي چې پوځي هډې نه ورانوي او تجهیزات یې پاکستان ته نه انتقالوي.

یاد جرګې دا راز په یوه اعلامیه کې له امریکا غوښتي چې د سټراټیژیک او امنیتي تړون پر بنسټ چې کابل او واشنګټن یې لري، امریکا باید له افغان حکومت سره همکاره پاتې شي.

اعلامیه چې نن یکشنبه خپره شوې، مشرانو جرګې په کې دا راز له افغان حکومت غوښتي، چې د سټراټیژیک او امنیتي تړون د متن پر اساس باید له افغان ځواکونو د امریکا د همیشني ملاتړ لپاره له اوسه اقدام وکړي.

د مشرانو جرګه داسې مهال د اعلامیې پر خپرولو پر افغان حکومت غږ کوي او لع امریکا د لا ملاتړ او همکارۍ غوښتنه کوي، چې له افغانستان د امریکايي ځواکونو د وتلو لړۍ پیل شوې او یو شمېر پوځي اډې ورانې شوي دي، د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ اعلان کړی وو، چې د نوي کال له پیل سره سم خپل ځواکونه له افغانستان وباسي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.