د کرونا تازه حال څه کم ۴۷ میلیونه کسان پرې اخته دي
خبریال ویبپاڼه/ د کرونا دویمې څپې د راتګ له کبله د نړۍ یو شمېر هېوادونو د بیا ځلې قرنطین پر لور تلوو خبره کړې هغوی ویلي د کرونا د دویمې خطرناکې څپې د مخنیوي لپاره د بیا ځل قرنطین کولو خبره کړې
د یخې هوا په ر اتګ سره په نړیواله کچه د کرونا ناروغي مثبتې پیښي یو ځل بیا زیاتي سوې چې ورسره هممهاله اندېښنې هم زیاتې سوې راپورونه وايي چې په اروپايي هېوادونو کې د کرونا د مثبتو پیښو شمېر ۴۰ ٪ سلنه زیات سوی
د تازه مالوماتو له مخې په ټوله نړۍ کې تر دې مهاله ۴۶،۵۳۹،۲۳۴ میلیونه کسان تراوسه د کرونا په ناروغۍ اخته سوي او تر اوسه ۱،۲۰۲،۴۰۸ کسانو د کرونا ناروغۍ له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی همدارنګه د دې ناروغۍ څخه ۳۳،۵۸۹،۵۷۵ کسان تر اوسه روغ سوي دي
امریکا د هغه هېوادونو د کتار سر کې ده چې په کرونا پکښي د ککړو کسانو شمېر خورا لوړ دی مالومات وايي چې تراوسه د رسمي شمېرو له مخې په دې هېواد کې د څه کم لس میلیونه په شاوخوا کې انسانان په دې هېواد کې په کرونا مبتلا سوي چې له دې جملې څخه ۲ لکه ۳۶ زره کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی
د کرونا د دویمې څپې په راتګ سره افغانستان کې د دې ناروغۍ د مثبتو پیښو شمېر هم زیات سوی افغاني روغتیا پالان وايي کچیري عام خلک د کرونا په هکله روغتیايي او احطیاتي تدابیر ونه نیسي او دې برخه کې بې پروايي وکړي نو لیري نه ده چې د کرونا دویمه څپه به هم زیاته خطرناکه وي دوی له خلکو غواړي چې روغتیايي سپارښتنې په سمه توګه په پام کې ونیسي او د کرونا ناروغي په برخه کې پوره احطیات وکړي
Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.