د کندوز برید: ښايي طالبانو د ډرون په وسیله کړی وي

خبریال ویبپاڼه/ تیره شپه د کندوز پر ولایت مقام برید کې  شاوخوا ۶ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله پیښه هغه رامنځ ته سوه کله چې پولیسو او نورو کارکوونکو د ورزش میدان کې ول

د کندوز ولایتي ویاند هم د پیښي پخلی وکړ او ویې دا پیښه د هاوان د یوې مرمۍ لګیدلو له امله رامنځ ته سوې خو د دې پیښي په هکله تازه څرګندونې سوې

مشهوره امریکايي ورځپاڼه لیکي چې ښايي دا برید طالبانو د ډرون په وسیله کړی وي په مالوماتو کې راځي ښايي په دې مهمه سیمه کې دا برید وسلوالو له ډرون څخه کار اخیستی وي پر همدې مهال ولسي جرګه کې د کندوز د خلکو استازو هم د دې برید په هکله خپل شک څرګند کړی او ویلي يې دي چې ښايي طالبانو ډرون ته لاس رسی پیدا کړی کچیري  دا برید ترسره سوی وي نو دا به لومړی ځل وي چې طالبان له ډرون څخه په بریدونو کې هم کار اخلي

تر دې وړاندې د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې داسې راپورونه خپاره سوي ول چې  طالبانو د ډرون ټکنالوژي څخه د فلم اخستلواو تبلیغاتو  برخه کې کار اخیستی وو

افغان جګړه ورځ تر بلې پېچلې کیږي ځکه طالبان هره ورځ نوې وسلو ته لاس رسی پیدا کوي او بیا يې د جګړې ډګر استفاده کوي پوښتنه داده چې طالبانو ته دا وسلې او تجهیزات څوک ورکوي؟

مخکې کلونو کې د سیمې یو شمېر هېوادونه له طالبانو څخه د تجهیز او مرستې برخه کې تورن سوي وو، دا څرګندونې په داسې مهال ترسره کیږي چې قطر کې د بین لافغاني خبرو لپاره هڅې  پیل سوې او ښايي نژدې راتلوونکي کې افغان دولت او طالبان دخبرو میز ته سره کښیني خو لا هم د سولې شرنوشت نه دی مالوم چې څنګه به کیږي

ښايي دا مو هم خوښ شي

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More