The news is by your side.

سهیل کې له جکړو بې ځایه سوي او ستونزې يې

خبریال ویبپاڼه/ وروستیو کې د کندهار، هلمند او ارزګان، په یو شمېر ولسوالیو کې د طالبانو او افغان ځواکونو ترمنځ درنې جګړې ترسره سوې راپورونه وايي چې له دې جګړو زرګونه کورنیو  بې ځایه سوې او له سختو ستونزو سره مخ دي

د کډوالو او بې ځایه سویو لویه شمېره هلمد کې  ده چې تر دې مهال شاوخوا ۴۰ زره کسان خپلو کورونو پرېښودلو ته مجبوره سوي وروستیو جګړو د مرکز لښکرګاه ترڅنګ یو شمېر ولسوالۍ هم وځپلې

له کندهار ولایت څخه راپورونه وايي چې د دې ولایت ارغنداب ولسوالۍ کې هم سختې جګړې سوې او لاهم دا تاوتریخوالی روان د راپورونو پر اساس له دې جګړو څخه هم لسګونه کورنۍ د کندهار مرکز او خوندي ځایونو ته تللې

د ارزګان د کیزاب او دهراود ولسوالیو کې څخه هم زرګونه کورنۍ مهاجرې سوې د لته هم د کډوالي چاره رامنځ ته سوې او تر اوسه ۲۵۰۰ کورنۍ خپلو کورونو پرېښودلو ته اړې سوې

د بې ځایه کیدلو له ستونزې سره سره دغه خلک جګړو هم سخت ځپلې د کورنۍ غړي یې وژل سوي او یو شمېر يې ژوبل سوي دي هلمند کې داسې کسان هم تر سترګو سوي چې نژدې د کورنۍ ټول غړي يې دې درې اونیزې جګړې ترې اخیستي دي

دې جګړو د دې ستونزو سره سره عام افغانان هم د سولې د وروستیو هڅو په هکله شکمن کړي او  وايي چې سوله راتلل ناشونې ده تراوسه قطر کې هم د افغان دولت او طالبانو ترمنځ خبرې نه دي پیل سوې

دا کډوال وايي چې په لښکرګاه او یا نورو ساحو کې یې اړولي چې نه‌یې د سرپناه چاره سوې او نه د خوراک لپاره څه لري

دا کډوال وايي چې د یخ ژمي راتللو ته انتظار باسي خو اوس هم  د ځای د نشت والي له کبله په یوه سرای کې شپږ اوه کورنیو اړولي ماشومان د ننه او لویان دباندې خوب کوي هیڅ مو نسته د دوی په وینا د دې ستونزو سره سره د خوراک او څښاک لپاره هم اړین څه نلري

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.