The news is by your side.

امریکایان مهم تجهیزات افغانستانه باسي

خبریال ویبپاڼه / تیره ورځ د افغانستان مشرانو جرګې د هغه څه په هکله چې امریکان له وتلو وروسته خپلې اډې خرابوي تاسیسات له منځه وړي او تجهیزات پاکستان ته لیږدوي غبرګون ښودلی او ویلي يې دي چې امریکا دي د ړنګولو او وړلو پر ځای تاسیسات او تجهیزات افغان ځواکونو ته ورکړي

اوس تازه د بیزنس انسایډر یوې خپرونې د امریکایانو په هکله لیکلي خپرونه کاږي چې امریکان په بیړه افغانستان کې خپلې پوځي اډي خوشي کوي ناکاره توکي بازارونو کې پلورل کیږي او د کار وړ تجهیزات د کتارونو په وسیله پاکستان ته لیږدوي

امریکایان کندهارکې خپله لویه اډه خوشي کوي او د دې اډې څخه د وتلو په حال کې دي خو داسې مالومیږي چې د امریکایانو له وتلو سره سم دې ولایت کې امنیت هم خراب سوی.

دغه خپرونه وايي چې افغانستان کې د امریکایانو لویه اډه بګرام هم مخ په تشیدو ده چې ښايي امنیتي ننګونې له ځان سره ولري تیره ورځ د افغانستان مشرانو جرګې په یوه بیان کې ویلي وو چې  امریکایان دي خپلې اډې او تجهیزات افغان ځواکونو  ته ورکړي

د مشرانو جرګې سناتورانو په یوه غونډه کې یادوونه وکړه چې امریکایي ځواکونه له وتلو وروسته پوځي اډې نړوي او تجهیزات یې پاکستان ته انتقالوي، افغان حکومت ته په کار ده چې امریکا سره په دې اړه وغږیږي چې پوځي هډې نه ورانوي او تجهیزات یې پاکستان ته نه انتقالوي.

یاد جرګې دا راز په یوه اعلامیه کې له امریکا غوښتي چې د سټراټیژیک او امنیتي تړون پر بنسټ چې کابل او واشنګټن یې لري، امریکا باید له افغان حکومت سره همکاره پاتې سي.

مشرانو جرګې په بیان کې  دا راز له افغان حکومت غوښتي، چې د سټراټیژیک او امنیتي تړون د متن پر اساس باید له افغان ځواکونو د امریکا د همیشني ملاتړ لپاره له اوسه اقدام وکړي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.