The news is by your side.

د کرونا مخنیوی: چک به تر کرسمسه بیړنی حالت ولري

خبریال ویبپاڼه/ په ټوله نړۍ کې کرونا د مثبتو پیښو برخه کې ډیر والی تر سترګو کیږي پر همدې مهال د نړۍ هر هېواد خپل چمتوالی اعلان کړی چک جهموریت کې  هم د کرونا پیښو په ډیریدلو سره تر کرسمسه پوري بیړنی حالت اعلان کړی

تیرو ۲۴ ساعتونو کې په دې هېواد کې د کرونا ۱۱زره ۴۰۰ مثبتې پیښي ثبت سوې چې چارواکو يې پرې اندېښنه ښودلې چک کې ټول ۳لکه ۳۵ زره کسان په کرونا ککړ سوي چې ۳۲۵۰ کسان يې وژلي هم دي

د کرونا دویمې څپې د راتګ له کبله  د نړۍ یو شمېر هېوادونو د بیا ځلې قرنطین پر لور تلوو خبره کړې هغوی ویلي د کرونا د دویمې خطرناکې څپې د مخنیوي لپاره د بیا ځل قرنطین کولو خبره کړې

د یخې هوا په ر اتګ سره په نړیواله کچه د کرونا ناروغي مثبتې پیښي یو ځل بیا  زیاتي سوې چې ورسره هممهاله اندېښنې هم زیاتې سوې راپورونه وايي چې  په اروپايي هېوادونو کې د کرونا د مثبتو پیښو شمېر ۴۰ ٪ سلنه زیات سوی

د تازه مالوماتو له مخې په ټوله نړۍ کې تر دې مهاله ۴۶،۵۳۹،۲۳۴ میلیونه کسان تراوسه د کرونا په ناروغۍ اخته سوي او تر اوسه ۱،۲۰۲،۴۰۸ کسانو د کرونا ناروغۍ له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی همدارنګه د دې ناروغۍ څخه ۳۳،۵۸۹،۵۷۵ کسان تر اوسه روغ سوي دي

امریکا د هغه هېوادونو د کتار سر کې ده چې په کرونا پکښي د ککړو کسانو شمېر خورا لوړ دی مالومات وايي چې تراوسه د رسمي شمېرو له مخې په دې هېواد کې د څه کم لس میلیونه په شاوخوا کې انسانان په دې هېواد کې په کرونا مبتلا سوي چې له دې جملې څخه ۲ لکه ۳۶ زره کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی

د کرونا د دویمې  څپې په راتګ سره افغانستان کې د دې ناروغۍ د مثبتو پیښو شمېر هم زیات سوی افغاني روغتیا پالان وايي کچیري عام خلک د کرونا په هکله روغتیايي او احطیاتي تدابیر ونه نیسي او دې برخه کې بې پروايي وکړي نو لیري نه ده چې د کرونا دویمه څپه به هم زیاته خطرناکه وي دوی له خلکو غواړي چې روغتیايي سپارښتنې په سمه توګه په پام کې ونیسي او د کرونا ناروغي په برخه کې پوره احطیات وکړي

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.