هلمند: ماین چاودنې ۷ ملکي کسان شهیدان کړل

خبریال ویبپاڼه/ له هلمند ولایت څخه راپورونه وايي چې مرکز لښکرګاه ته څیرمه دریمه حوزه بولان سیمه کې د ملکي کسانو موټر پر ښخ سوي ماین ختلی او له امله یې۷ ملکي کسان شهیدان سوي او دوه نور ژوبل سوي ویل کیږي  شهیدانو کي شپږ کسان د یوې کورنۍ غړي دي

باید یادونه وسي چې یاده سیمه له وسلوالو طالبانو تازه نیول سوې  او د ځمکنیو ماینونو ګواښ ډیر دی نو باید ټول هغه کسان چي بیرته خپلو کورونو ته ستانه کیږي   له پوره احتیاط څخه کار واخلي

په دې سیمه کې د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ نښتې سوې او هغه وخت طالبانو په یو شمېر سیمو کې ماینونه ایښي ول تراوسه په دې هکله د هلمند ولایتي مسؤلینو څه نه دي ویلي په هلمند کې ولایت کې درې اونیو جګړو د زیات شمېر ملکي کسانو  ژوند واخیست له هملند ولایت څخه داسې راپورونه او ويډیو ګاني هم ترلاسه سوې چې په روانه جګړه کې یو کس د خپلې کورنۍ ټول غړي هم له لاسه ورکړي وو، طالبانو په یوه تازه اعلامیه کې یوځل بیا له افغان ځواکونو سره د جګړې کولو هوډ تازه کړی او ویلي يې دي چې افغان ځواکونه افغانستان کې د یوه اسلامي  نظام د راتلو لپاره خنډ دي

د دې سره ترخواپه نورو ولایتونو کې هم  په وروستیو ورځو کې د سړک غاړې ماینونو د لسګونه ملکي کسانو ژوند اخیستی په دې تړاو ډیری بشري نهادونو خپله اندېښنه څرګنده کړې او ویلي دي چې د جګړې ښکېلي خواوي باید د ملکي کسانو ژوند ته پاملرنه وکړي خو په جګړو او بمي چاودنو کې  د ملکي کسانو مرګ ژوبله لاهم دوام لري

ښايي دا مو هم خوښ شي

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More