The news is by your side.

دخواف وسپنې پټلۍ له لارې لومړی ازمایښتي قطار افغانستان ته دننه شو

خبریال ویب پاڼه / عزیزي وايې د هرات ولایت وسپنې پټلۍ ټولي چاري پای ته رسیدلي او پرانستو مراسمو لپاره هم چمتوالی نیولل سوی چې ډیر ژر به یاده پټلۍ په رسمي ډول پرانیستل شي .

د هرات د وسپنې پټلۍ ادارې رییس سعید عزیزي وویل، د دې پټلۍ د رسمي پرانیستې لپاره ټول چمتوالی نیول سوی .

د عزیزي په خبره، د هرات ـ خواف وسپنې پټلۍ له لارې به په لومړي پړاو کې سوداګریز مالونه ولېږدول شي او په دویم پړاو کې به د مسافرو د لېږد لپاره هم ګټه ترې واخیستل شي.

هغه زیاتوي چې دا پټلۍ په یوه ورځ کې له څلور بیا تر پنځه زره ټنه سوداګریزو توکو د لېږد ظرفیت لري.

عزیزي ویلي یاده پټلۍ د افغانستان د سوداګرۍ په برخه کې لویه لاسته راوړنه ده چې د افغانستان لپاره به ډیر ګټور او اقتصادي تمام شي .

 

بلخوا، ځینې سرچینې وایي چې دا رېلپټلۍ به د روان لمریز کال تر وروستیو پرانیستل شي.

د سوداګرۍ خونې د مسولینو په خبره، له دې لارې په اسانۍ او کمه بیه سوداګریز مالونه ترکیې او نورو هېوادونو ته صادرېږي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.