The news is by your side.

افغانستان کې جګړه نارواده .

د مالیزیا د اسلامي وحدت نړیوالې ټولنې په افغانستان کې  جګړه نامشروع وبللې.

د بنګله دېش او نورو هېوادونو تر دیني عالمانو وروسته د مالیزیا هېواد کې  د اسلامي وحدت نړیوالې ټولنې هم په افغانستان کې روانه جګړه نامشروع وبلل .

دې ټولنې په کوالالمپور کې د افغانستان سفارت ته د یو پیغام په لېږلو سره په هېواد کې د تاوتریخوالي او جګړې دوام غندلی ، او د مذاکراتو  له لاري یې د دغه بحران د حل غوښتنه کړې ده.

یادي ټولني په استولي پیغام کې لیکلي په افغانستان کې ورور وژنه روانه ده دا جګه د خپلو ورڼو تر منځ ده او نور هیوادونه خپلي ګټې په دې جګړه کې لټوي . او نه غواړي چې په افغانستان کې دایمي سوله راسي .

دوی پر افغان حکومت او وسلوالو طالبانو ږغ کړی چې نور دي د جګړې لاس واخلي او سولي ته دي لاره هواره کړي .

یاده ټولنه زیاتو چې په هیڅ اسلامي کتابونو کې د دې جګړې روایت نه دی راغلي .

په ورته وخت کې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره د دې ټولنې د دریځ هرکلی کړی.

دغه وزارت د تاوتریخوالي کمول او د اوربند ټینګېدل د مذاکراتو د بریا او د تلپاتې سولې لپاره مهم بللي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغان دولت، خلکو، نړیوالې ټولنې او بنسټونو له پر لپسې غوښتنو سره سره بیا هم طالبانو تاوتریخوالي ته دوام ورکړی او د اوربند لپاره نه دي چمتو سوي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance