افغانستان کې جګړه نارواده .
د مالیزیا د اسلامي وحدت نړیوالې ټولنې په افغانستان کې جګړه نامشروع وبللې.
د بنګله دېش او نورو هېوادونو تر دیني عالمانو وروسته د مالیزیا هېواد کې د اسلامي وحدت نړیوالې ټولنې هم په افغانستان کې روانه جګړه نامشروع وبلل .
دې ټولنې په کوالالمپور کې د افغانستان سفارت ته د یو پیغام په لېږلو سره په هېواد کې د تاوتریخوالي او جګړې دوام غندلی ، او د مذاکراتو له لاري یې د دغه بحران د حل غوښتنه کړې ده.
یادي ټولني په استولي پیغام کې لیکلي په افغانستان کې ورور وژنه روانه ده دا جګه د خپلو ورڼو تر منځ ده او نور هیوادونه خپلي ګټې په دې جګړه کې لټوي . او نه غواړي چې په افغانستان کې دایمي سوله راسي .
دوی پر افغان حکومت او وسلوالو طالبانو ږغ کړی چې نور دي د جګړې لاس واخلي او سولي ته دي لاره هواره کړي .
یاده ټولنه زیاتو چې په هیڅ اسلامي کتابونو کې د دې جګړې روایت نه دی راغلي .
په ورته وخت کې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره د دې ټولنې د دریځ هرکلی کړی.
دغه وزارت د تاوتریخوالي کمول او د اوربند ټینګېدل د مذاکراتو د بریا او د تلپاتې سولې لپاره مهم بللي دي.
دا په داسې حال کې ده چې د افغان دولت، خلکو، نړیوالې ټولنې او بنسټونو له پر لپسې غوښتنو سره سره بیا هم طالبانو تاوتریخوالي ته دوام ورکړی او د اوربند لپاره نه دي چمتو سوي.
Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.