The news is by your side.

ایرا خان : د مور و پلار طلاق يې د دوى کورنۍ نه ده ماته کړې .

 

خبریال ویب پاڼه / د باليووډ فلمونو مشهور او (مسټر پرفيکشنسټ) اداکار عامر خان لور ايرا خان وايي، چې د هغې د مور و پلار طلاق د دوى کورنۍ نه ده ماته کړې.

ايرا خان چې په فلمي نړۍ کې د فلم جوړونکې په توګه غواړي کار وکړي، څه وخت مخکې ويلي و، چې هغه په ډيپريشن اخته ده او له څو کلونو راهيسې دا ناروغي لري، چې له ډاکټرانو څخه يې درملنه هم کړې ده.

يوه تازه ويډيو چې ايرا خان په خپل انسټاګرام اکاونټ کې خپره کړې ده، نوموړې يو ځل بيا د ډيپريشن په اړه خبري کړي او همدا راز د خپلي کورنۍ په اړه يې هم خبري کړي دي.

له هغې څخه په ټولنيزو رسنيو کې ډېرى خلکو د ډيپريشن په اړه پوښتنې کړې وې، چې ولې هغه د ډيپريشن ناروغي لري، د هغه خلکو پوښتنو ته نوموړې په دې ويډيو کې ځوابونه ورکړي دي.

 

نوموړې وايې، چې هغه کله کله ډېر خوب هم کوي، کله کله پرته له کوم لامل څخه جوړېږي او کله نا کله بيا د خپلې ورځي ټول پلانونه هم کنسل کوي او نه غواړي چې له خپلو ملګرو سره وويني.

نوموړې په دې ويډيو کې دا هم ويلي دي، چې کله د هغې مور و پلار ترمنځ طلاق وشو، هم هغې ته يې ډېر درد نه و ورکړى، ځکه د دوى کورنۍ په دې طلاق سره ماته نه شوه، بلکې مور و پلار يې اوس هم ښه ملګري دي او د دوى کورنۍ د پخوا په څېر ده.

د يادولو وړ ده چې ٥٥ کلن عامر خان په ١٩٨٦ کال کې له رينو دته سره واده کړى و، چې په ٢٠٠٢ کال کې بيا عامر خان رينو دته ته طلاق ورکړ او له کرن راو سره يې واده وکړ. له رينو دته څخه عامر خان دوه اولادونه لري، چې زوى يې جنېد خان او لور يې ايرا خان نومېږي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.