The news is by your side.

کابل پوهنتون برید/ تلفات تر (۱۳۰) ورسېدل

خبریال وېبپاڼه – د کابل پوهنتون په ترهه ګر برید کې تر دم ګړیه (۴۹) تنه شهیدان شوي او تر (۸۰) زیات ټپیان دي.‌

دافغانستان د ملي‌امنیت یوې سرچینې خبریال وېبپاڼې ته وویل چې برد لا اوس هم روان

دی او زدکونکي‌او محصلین د پوهنتون نه پر دیولونو بهر را وزي.‌

د کابل پوهنتون کې د هیواد له بیلا بیلو برخو شاوخوا (۸۰۰۰) محصلین زدکړې کوي چې چې نن یې څو وسلوال له شمالي دروازې پوهنتون ته ننوتلي او حقوقي ستاج برخه کې نښته روانه ده.

افغان انیتي ‌چارواکي‌ وايي چې برد ګر په وسلو سامبال دي‌او پر محصلینو ډزې کړي.‌

حکومت رسمآ تلفات نه دي‌اعلان کړي، خو د ملي‌امنیت یوې سرچینې خبریال وېبپاڼې ته وویل چې د جنکو په ګډون تر دم ګړیه (۴۹) محصیلین شهیدان شوي‌او تر (۸۰) زیات ټپیان دي.‌

ملي‌امنیت وايي‌ چې عملیات ځکه په احتیاط روان دي‌ چې محصلینو ته زیان ونه رسیږي.‌

وسله والو طالبانو خبریال وېبپاڼې ته وویل چې دوی په دې برید کې لاس نه لري. حکومت هم تر دم ګړیه ددې برید مسئولیت چاته په غاړه نه دی ورکړی البته نه کومې بلې غاړې د برید مسئولیت منلی دی.‌

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.