The news is by your side.

صالح: پر پوهنتون برید انساني فاجعه ده

خبریال وېب پاڼه/ د ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح په کابل پوهنتون برید یو اسخباراتي پلان او انساني فاجعه بولي او وایي، داسې بریدونه له طالبانو پرته بل څوک نه کوي، داسې بریدونه د طالبانو او د طالبانو د هم فکرو وجدانونه ښیي.

بل لور بیا محمد اشرف غني په کابل پوهنتون نننی برید وغندلو او زیاته کړې یې ده، چې ترهګرو په هلمند ولایت کې سخته ماته ولیده اوس یې پر علمي او اکاډمیکو ځایونونو باندې بریدونو ته لاس واچوه او خپله موخه یې وګرځوله.

دا په داسې حال کې ده چې نن سهار شاوخوا لس بجې په کابل پوهنتون کې له یوې چاودنې وروسته برید پیل شو.

ویل کیږي برید د کابل پوهنتون د حقوقو پوهنځي سره روان دی، ځانګړي ځواکونه هم د برید د مهار او ختمولو په موخه پوهنتون ته داخل شوي.

یو شمېر محصلین لا هم په پوهنتون کې بند پاتې دي او زیاتې نجونې او هلکان او ځینې استادان له پوهنتون ویستل شوي دي.

خبریال وېب پاڼې ته سرچینو د نوم نه ښودلو په شرط ویلي چې د کابل پوهنتون برید کې مرګ ژوبله خورا زیاته ده.

طالبانو وار له مخه په برید کې لاس لرل رد کړي او تر اوسه کومې بلې ترهګرې ډلې د برید مسؤولیت په غاړه نه دی اخیستی.

خلک حکومت او ولسمشر ملامتوي چې یوازې پر غندلو څه نه کیږي لوی بریدونه وغندل شول، خو بیا هم له هغې لوی بریدونه کیږي او حکومت یې په مخنیوي کې پاتې راغلی دی.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.