The news is by your side.

هلمند کې پوځې عملیات په بریالیتوب سره دوام لري .

خبریال ویب پاڼه / چارواکې وايې د هلمند ولایت په ټولو هغه سیمو کې چې وسلوال طالبان شتون لري پوځي عملیات روان دي چې لښکرګا ښارته نږ دې ټولي هغه سیمي چې تر تهدید لاندي دي  ژر ترژره د افغان ځواکونو تر ولکې لاندي راسي .

یادې څرګندونې د یوه خبرې کنفرانس پرمهال د هلمند والي تورنجنرال محمد یاسین ، د کورنیو چارو وزارت امنیتي مرستیال ، د ملي امنیت لوی ریاست ولایتي ، د ۲۱۵ میوند قول اردو قوماندان ، د هلمند امنیه قوماندان او د ملي امنیت ریئس وکړې .

. د کورنیو چارو وزارت امنیتي مرستیال سترجنرال عبدالصبور قانع د خبرو پرمهال وویل: په هلمند کې وسله والو طالبانو ماته خوړلې او افغان ځواکونه د پرمختګ په حال کې دي، ډیری سیمي يې بیرته نیولې عملیات په بریالیتوب پر مخ  روان دي قانع زیاتوي  د هغوی شوم پلانونه يې شنډ کړي او د جګړې پرمهال يې تر اوسه ۶۰۰ طالبان وژلې چي ۶۰ تنه يې مهم قوماندان وه

دی وايې  وسلوالو طالبانو د هلمند ترڅنګ په نورو ولایتونو کې هم بریدونه وکړه ترڅو د سولې په خبرو کې امتیاز تر لاسه کړي خو دوی چې هر ځای سر پورته کړی ځپل شوي دي

. ددې ترڅنګ د هلمند والي تورنجنرال محمد یاسین په دې خبرې کنفرانس کې وویل: مرکزي حکومت  هلمند ته پوره پاملرنه کړې چي ولایتي اداره ترې مننه کوي او داچې په دې ولایت کي پوره ځواکونه شته نو هره ورځ پرمختګ رامنځته کیږي او دلاسه وتلې سیمي به بیرته په بشپړ ډول ونیول شي.

ښاغلی یاسین زیاتوي چې  د نا امنه سیمو د بیرته امن کېدو وروسته به عام ولسونه چي د ورستۍ جګړې پرمهال بېځایه شوي بیرته خپلو سیمو ته ځي او په ارامه فضا کي به خپل ژوند پیل کړي .

همداشان د ملي امنیت د لوی ریاست ولایتي مرستیال ډګرجنرال نظرعلي واحدي ددې خبرې کنفرانس پرمهال وویل: دښمن مرال دلاسه ورکړی او هره ورځ افغان امنیتي ځواکونه په لوړ مرال مخته ځي. واحدي زیاته کړه: افغان امنیتي ځواکونه د خپلو ترتیب شوو پلانونو پر اساس مخ پر وړاندې ځي او د عملیاتو پرمهال دملکي مرګژوبلې مخنیوي ته هم ډېر پام ساتي.

همداراز په دې خبرې کنفرانس کې د ۲۱۵ میوند قول اردو قوماندان ډګرجنرال ولي محمد احمدزي او هلمند امنیه قوماندان مل پاسوال خلیل الرحمن جواد هم خبري وکړې دوی وویل : امنیتي ځواکونه پوره همغږي لري، د خپلو امنیتي پلانونو پراساس مخته روان دي ترڅو خپل هدف ته ځان ورسوي

. دوی دخبرو پر مهال وويل  په تازه نیول شوو سیمو کې امنیتي ځواکونه ځای پر ځای شوی دي .

په نادعلي او ناوې ولسوالیو کې ډیري سیمي افغان امنیتي ځواکونو نیولې او ډېر ژر به د هلمند ـ کندهار عمومي لاره هم امن شي او په زیات شمېر امنیتي ځواکونه به پکې ځای پر ځای شي.

بلخوا بیا وسلوالو طالبانو یادي څرګندوني ردکړي او وايې ټولي سیمي د دوی تر ولکې لاندي دي . او د افغان ځواکونو سره هره ورځ د لښکرګاه ښار په څنډو کې په جګړه بوخت دي .

وحیدالله عمرزاد هلمند

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.