دا څو عادتونه کاملاً ستاسي رواني روغتیا ته زهر دي.

خبیال ویب پاڼه /  موبایل په لوی لاس موږ ته هره ورځ له خپل اصلي بوختیا وتلې بوختیاوي را پيداکړې ده. ایرل مایلر د دماغي ستونزو لوی متخصص دی.

هغه وایې زموږ دماغ ذاتي په یوه وخت کې د بېلابېلو کارونو له پاره نه دي جوړ. پر یوه وخت څو کارونه کول ستاسي په وجود کې د رواني فشار هرمونونه زیاتوي او ‌‌‌‌‌‌ذهن مو اغېزمنوي.

مطلب که پر یوه وخت په مطالعه، فیسبوک، ګېم او موسیقي بوخت یاست نو نه به د دین سئ نه د سادین.

غیري فزیکي بوختیا او ستړیا اوږدمهاله روغتیایي ستونزې لکه د زړه ناروغي، چاغواله، ژور خفګان، لېونتوب او ان سرطان درپېښوي .

که مو په دفتر کې خاص له کمپوټر، موبایل او لیکلو سره سروکار وي فزیکي تمرین مو ورځنۍ اړتیا وګڼئ.

ځکه دوامداره فزیکي تمرین په دماغ کې هغه کیمیاوات زیاتوي کوم چې ستاسي د اوږدمهاله حافظې، زده کړي او روغتیا له پاره خورا ګټمن دي.

په لندن کي د ګرېشم کالج پروفایسور ګلین ولسین وایې په یوه ورځ په یو عالم مالوماتو ځان بارکول مو له اصلي کاره پاته کوي او ذهن مو له چټکتیا باسي .

که غواړئ چې هرڅه په سمه توګه حاصل کړئ نو پر بې ګټو مالوماتو وخت مه ضایع کوئ .

په عصري ژوند کې دغه څو عادتونه مو رواني او فزیکي روغتیا ته زهر دي.

د ‌‌‌‌‌‌ډېر وخت له پاره ناسته سخت تاواني ده. د یوې تازه څېړنې له مخي چي ځای پر ځای ناسته نه یوازي دا چي یوه فزیکي روغتیایي ستونزه زېږوي بلکي رواني ستونزي هم زېږوي.

په ساعتونو پر سکرین بوخت پاته کېدل دماغي زیان لري.

په اوسني وختونو کي مخامخ ناسته په ‌‌‌‌‌‌ډيجټلي بن‌‌‌‌‌‌ډارونو اوښتې ده. د مايچیګن پوهنتون د څېړنو پر اساس یوازي لس دقیقې مخامخ ناسته یا بن‌‌‌‌‌‌ډار کولای سي پوهاوی او حافظه ځواکمنه کړي .

کله چي متقابل بن‌‌‌‌‌‌ډار نه وي انسان په یوازيتوب او یا ژور خفګان اخته کېږي. ټوله ورځ و سکرین ته په کتلو مو سترګې، غوږونه، غاړه او اوږې زیانمنوئ او یا کېدای سي د بې خوبۍ ستونزه درپيداکړي.

ټوله ورځ په غوږۍ کي سندرې، خبري یا را‌‌‌‌‌‌ډيو اورېدلو څخه ‌‌‌‌‌‌ډ‌‌‌‌‌‌ډه وکړئ. خلګ ذاتي داسي دي چي په لوړ اواز موسیقي واوري.

که تاسي په لوړ اواز موسیقي اورئ نه یوازي دا چې اورېدل مو په لوی لاس له لاسه ورکوئ بلکي هغوی چې د ‌‌‌‌‌‌ډېر عمر دي په روغتیایي ستونزو لکه الزایمر اخته کېږي ځکه په لوړ اواز اورېدل دماغي نسجونه له منځه وړي.

کم خوب دماغي ستونزي راولاړوي. په اوسني وختونو کي مو کارونه د مهال وېش له مخي وکړئ.

ورستیو څېړنو ښوولې ده چي بې خوبي دماغ خوري. بې خوبي د تمرکز، قضاوت، پرېکړو کولو او زده کړو وړتیا درسوځي .

ښايي دا مو هم خوښ شي

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More