حکومت د ننني برید له امله سبا ملي ماتم اعلان کړ
خبریال وېب پاڼه/ افغان حکومت پر کابل پوهنتون د ننني خونړي برید له کبله چې په کې لسګونه محصلین شهیدان او ټپیان شول له امله یې سبا سه شنبه په ټول هېواد کې ملي ماتم اعلان کړ.
حکومت په هېواد دننه او بهر ټولو سیاسي نماینده ګیو ته خبر ورکړی چې د نن ورځې خونړي برید له کبله سبا د د قران عظیم الشان په ختم سره ماتم وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې نن سهار شاو خوا لس بجې په کابل پوهنتون د یوې چاودنې په ترڅ کې برید پیل شو.
په پوهنتون برید نږدې له اوو ساعتونو وروسته د ټولو ترهګرو په وژل کېدو سره پای ته ورسېد.
حکومت د برید د قربانیانو شمېر ٣١ ښیي چې ٢٢ تنه شهیدان شوي او ١٩ تنه ټپیان دي، خو نا رسمي سرچینو بیا خبریال وېب پاڼې ته په برید کې د خورا زیاتو تلفاتو یادوونه کړې.
افغان حکومت هم د برید غندنه وکړه او دا یې د اسلامیت او انسانیت خلاف عمل وباله.
ولسمشر غني د برید د غندلو تر څنګ وویل چې ترهګرو په هلمند کې ماتې خوړلې او اوس یېعلمي او اکاډمیک ځایونه خپله موخه ګرځولي.
بللور بیا د ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح د برید په غبرګون ویلي چې دا یوه لویه انساني فاجعه وه، نوموړي د برید پړه پر طالبانو اچولې او زیاته کړې یې ده چې دا بریدونه د طالبانو او د طالبانو د همفکرو د ضمیرونو څرګندونه کوي.
خو طالبانو وار له مخه د برید په تړاو غاړه خلاصه کړې او په کې یې لاس لرل رد کړي، خو تر دې دمه کومې بلې وسله والې ډلې د برید مسؤولیت نه دی منلی.
Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.