The news is by your side.

د کابل برید چا او ولې ‌وکړ؟‌

خبریال وېبپاڼه – د کابل ننی ترهه ګریز برید په داسي‌ یوه وخت کې وشو چې سبا ته په امریکا کې ټول ټاکنې دي ‌او د امریکا ملت به خپل منتخب ولسمشر ټاکي.

د برید پړه د همېش په ډول داعش ترهه ګري ډلې په غاړه واخیسته او طالب وسله والو ددې برید له مسئولیت نه انکار وکړ.‌

د برید د تلفاتو په اړه لا اوس هم ضد او نقیس راپورونه دي؛ دافغانستان امنیتي ‌چارواکو خبریال وېبپاڼې ته وویل چې تر (۴۰) زیات شهیدان او تر (۸۰) زیات ټپیان دي‌؛ خو وروسته د کورنیو چارو وزارت (۲۲) مړه او (۲۲) ټپیان یاد کړل.

څوسوالونه  او د کابل پوهنتون ننی برید!

لمړی سوال ! تر برید یوه شپه وړاندي په پوهنتون کې امنیتي ګزې څه کول؟‌

دا سوال د افغانستان وتلي‌ ژورنالیست او لیکوال مطرح کړ؛‌نوموړی وايي چې :‌

«دا پوهنتون ته زما د تګ لاره ده، دا یو کال مي د کابل پوهنتون په دې دروازه کي د ټانکونو ګزمه نه وه لیدلې، خو تېره شپه ماښام ناوخته څو ټانکونو د دې دروازې مخ ته تګ راتګ کاوه، نه پوهېږم چي د تېر ماښام ګزمه او نننی برید به اړه سره ولري که نه؟»

دوهم سوال ! تر برید دوه ساعته وړاندي چا په فیس بوک کې د برید خبرونه خپرول؟‌

«فېس بک کې د کابل پوهنتون د محصلینو په نوم یو ګروپ کې تر برید وړاندې سهار وختي ځینو پوسټونه کړي وو چې دوه ساعته وروسته په پوهنتون برید کیږي، دوه ساعتونه بعد چې پر پوهنتون برید پیل شو هغه پوسټونه هم پاک شول.»

ایا د افغانستان ملي‌امنیت دا توان نه لري چې دا پوسټ کونکي ‌ومومي؟‌

دریم سوال ! معلومات ښيي چې دې پوهنتون ته د هر استاد او هر ورتلونکي کس موټر تلاشي کېږي بیا دا نن څنګه تر داسي‌ مهمه تلاشي ترهه ګر پوهنتون ته ننوتل؟‌

څلورم او مهم سوال ! د ابل د نني برید ګټه چاته رسېږي؟

د کابل پر پوهنتون برید هغوی کړی دی چې مخامخ یې ګټه وررسیږي؛ دا چې د دې برید ګټه چاته رسیږي ‌هغه نو تاسو خپله قضاوت وکړئ.‌

نن د افغانستان د ولس پر خوله بس داښېرا ده چې دا برید چې د هر چا په ایشاره او عمل شوی دی که یې بچي په قطر؛پېښور؛ اروپا یا امریکا کې دي‌ خدای(ج) دې ددې نن محصلینو په څېر پر خپلو بچو وژړوي.‌

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.