The news is by your side.

د امریکا نوی ولسمشر او افغانستان؟

خبریال ویبپاڼه/ په وروستیو اونیو کې طالبانو نسبت تر دې چې خبرو ته وخت ورکړي پر افغان ځواکونو خپل بریدونه زیات کړي او ویلي يې دي چې له افغان ځواکونو سره جنګیږي طالبانو په یوه بیان کې ویلي چې ځکه افغان عسکر وژني چې هغه په افغانستان کې د اسلامي نظام د راتګ خنډ دي

نړیوال سیاست ته د کتنې په نوم یوې خپرونې  د امریکا د ټاکنو نوي ولسمشر او افغانستان په هکله یوه مقاله لیکلې او ویلي یې دي چې د امریکا نوي ولسمشر ته به د افغانستان په اړه سخت انتخابونه مخ ته وي دې خپرونې ویلي د سولې خبرو له پیل سره ټرمپ په خپله بیړه طالبانو ته مورا ورکړ چې ښايي د جګړې ګټوونکي سي ځکه نو د طالبانو له لوري ترسوله په جګړه تمرکز زیات دی

خپرونه وايي د سپنې ماڼۍ نوي حاکم ته دوه سترې ټاکنې مخ ته دي یا به سوله بریا ته رسوي او یابه هم افغانستان ته بیا سرتیري استوي ځکه اوس افغانستان په سخت حالت کې د ژوند سختۍ تیروي

طالبانو په وروستیو ورځو کې د افغانستان په یو زیات شمېر ولایتونو کې له افغان ځواکونو سره سختې نښتې وکړې چې پر مهال يې یو شمېر ولسوالۍ او سیمې هم ونیولې خو اوس يې بیرته خوشي کړې

طالبانو څو ورځې وړاندې په یو اعلامیه کې ویلي وو، له افغان ځواکونو سره ځکه جنګیږي چې هغوی په هېواد کې د اسلامي نظام جوړیدلو مخنیوی کوي حال

له امریکا سره طالبان له هوکړي را وروسته د جګړې ډګر تود ساتلی او تراوسه يې په یو زیات شمېر ولایتونو  کې لا هم نا امنۍ او جګړې روانې کړې

عام افغانان هیله لري چې دولت او طالبان د سولې له وروستي چانس څخه کار واخلي اوپه افغانستان کې سوله راولي خو تراوسه داسې مالومه نه ده چې بین لافغاني خبرې به څه پیلیږي

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.