The news is by your side.

کندهاریان : عاجل اوربند او سوله دي وشي .

د کندهار اولسونو د یو غونډي په ترڅ کې پر وسلوالو طالبانو او افغان حکومت ږغ وکړ چې د جنګه ستړي یو عاجل اوربند غواړ .

یاده غونډه چې ولسي وګړو د کندهار ولایت د سرحدونو او قبایلوچارو ریاست  په تالارکښې جوړه شوې وه . پکې د کندهاردیني عالمانو  سپین ږیرو قومي مشرانو او ځوانانو برخه اخيستي وه.

یادو ولسونو د تيري ورځي د کابل پوهنتون باندي وسلوال بريد په سختو ټکو وغانده او دا بريد يې د  انسانيت او اسلاميت خلاف عمل وباله او همدارنګه يې د وسلوالو طالبانو د سیاسي د فتر د استازو  څخه دعاجل اور بند او سولي غوښتنه وکړه.

دوی وايې د افغانانو لپاره تر هرڅه لومړی اوربند مهم دی ځکه دا اوربند به لومړی د افغانانو د ويني بهېدو مخه ونيسي او بيابه دسولي، ورورولۍ اوهيواد د جوړولو او پرمختګ لپاره به  په ګډه کار کولو زمينه برابره شي.

یادي غونډي ته راغلو ځوانانو وويل  که وسلوالو طالبانو رښتیا هم دا برید نه وي کړی نو اوربند دي اعلان کړې تر څو موږ دا ومنو چې داسي بریدونه دوی پوري اړه نه لري .

یادو ځوانانو د تیري ورځي برید  پر بشريت او د افغان ملت پر سپيڅلي اراده او پرمختګ يو وحشيانه بريد وباله او ټینګار يې وکړ چې ژر تر ژره دي اوربند وکړي نور جګړه بس دی .دا څلور لسيزي د جنګ، افغان وژنه، او د هيواد ورانولو تاوانونه د ددې سترملت سره ظلم او د پرديو د دسيسو او پرژو د تطبيق چاري نور ودروی .
دیني عالمانو هم په دې غونډه کې خبري وکړې . دوی په خپلو خبرو کې وویل روانه جګړه د اسلام او دين له نظره ناروا ده  او د تيري ورځي بريد يي د ټولو اسلامي او شرعي کړونو خلاف عمل ياد کړ.

دیادوني وړده چې د غونډي په ورستیو کې د هيواد ټولو شهيدانو ته د جنت الفردوس، زخميانو ته د عاجلې روغتيا او کورنيو ته د جمل صبر دوعاګاني وشوي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.