The news is by your side.

هلمنديان :  اشرف غني  دي له فرانسې سره خپلي هر ډول اړیکي پرې کړي.

د هلمند مدني ټولنو یوالي مرکز له لوري په داسي حال کې د فرانسې ولسمشر خلاف کنفرانس تر سره سو، چې د اسلامي نړۍ پیغمبر حضرت محمد ص ته یې توهین کړی وو.

دوی له افغان حکومت څخه غوښتنه وکړه چې د یاد هېواد سره دي خپلي اړیکې پرې او سفارت دې یې بند کړي.

هلمندي ولسونو د فرانسې د ولسمشر امویل ماکارون هغه کړنه په کلکو ټکو و غندل کوم چې یې د اسلامي نړۍ ستر لارښود او پیغمبر حضرت محمد ص کارتون جوړ کړی وو.

دوى د هغه دا کړنه د اسلام توهین یاد کړې  دوی د فرانسې له ولسمشر امویل ماکرون سر د سپي پر تنې ایښی وو او هډوکى یې هم په خوله کې ورکړی وو انځورونه یې په لاس کې نيولي او مرګ د فرانسې پر ولسمشر یې شعارونه ورکول او د هغه پر خلاف یې کنفرانس تر سره کړ.

دا کنفرنس د هلمند مدني ټولنو یوالي مرکز له لوري تر سره سو چې پکي لسګونه قومي مشرانو، سپین ږیرو او ځوانانو ګډون کړی وو.

د هلمند مدني ټولنو یوالي مرکز مشر ډاکتر امان الله حسرت د فرانسې د ولسمشر کړنه په سختو ټکو وغندل او له افغان حکومت نه یې غوښتنه وکړه، چي د فرانسې کفري هیواد سره خپل هراز اړيکې پرې او کابل کې یې سفارت ور بند کړي.

دې کنفرانس کې راټولو سویو ټولو ولسونو د فرانسې د ولسمشر یاده کړنه سخته وغندل.

دوى وویل چې د اسلام او د اسلامي نړۍ ستر لارښود او پیغمبر حضرت محمد ص توهین ورته د منلو ندی.

یادو کسانو دا هم وویل چې موږ څلور سره دینونه منو چې توهین مو ندی ورته کړی خو هر څوک چې زموږ دین ته سپکاوى کوي پر وړاندي به یې دریږو.

دوی پر ملي تجارانو ږغ وکړ چې د فرانسې تولیداتو ته دې اور واچوي او له افغان حکومت نه یې هم غوښتنه وکړه چي خپلي هر ډول اړیکې دي له فرانسي هیواد سره پرې کړي.

د فرانسې هیواد پر خلاف په داسي حال کې د افغانستان علاوه په ټولو اسلامي هیوادونو کې د خلکو غبرګونونه راپارول کیږي چې په یاد هیواد کې د اسلام پیغمبر او لارښود انځور او کارتون جوړیږي چې د هغه مبارک څهره تر اوسه چا نه ده لیدلې .

وحيدالله عمرزاد هلمند

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.