The news is by your side.

د پکتیا محصلین د کابل پوهنتون د شهیدو شویو محصلینو په ننګه راوتلي وو

خبریال وېب پاڼه/ د پکتیا ولایت سلګونه محصلین نن د کابل پوهنتون په خونړي برید کې د شهیدو شویو محصلینو او ټپیانو په ننګه راوتلي وو او د ماام په ښودلو سره یې له سرونو تورې پټۍ تړلې وې.

دوی پر ښکېلو غاړو غږ وکړ چې له جګړې سره تېر شي او سوله وکړي.

د پکتیا ځوانو محصلینو چې په کې لسګونه ښځینه محصلینې هم شاملې وې لاریون کړی وو او له ځان سره په راوړو شعارونو کې یې ویل چې د محصلینو وژنه د پرمختګ وژنه ده.

دوی ویل موږ مه وژنﺉ، زموږ موخه سوله ده، د خویندو پر وړاندې .

تاوتریخوالی د بشري کرامت خلاف عمل دی.

د پکتیا محصلینو په دې توګه د کابل پوهنتون د پروني خونړي برید له قربانیانو سره خواخوږي وښوده.

نن بیا په کابل کې د پوهنتونونو محصلینو هم د کابل پوهنتون تر مخه لازیون کړی وو او د پوهنتون أر دېوالونو کې عکسونه را ځړولي وو چې پرې لیکل شوي وو، موږ د ابو جهل له لښکر (طالبانو) سره سوله نه کوو، د دوحې خبرې دې وریږي او افغان حکومت دې خپل مرکچي پلاوی را وغواړي.

پر کابل پوهنتون د پرون ورځې خونړی برید نن په نړیواله کچه وغندل شو.

افغانستان کې د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ ویلي، ټول ترهګرۍ اغېزمن کړي یوو او د داعش ډلې پر ضد به خپله مبارزه دوام داره وساتو.

د اسلامي همکاریو سازمان هم د کابل پوهنتون برید غندلی او د هر ډول تاوتریخوالي، افراطیت او ترهګي غندي.

د کابل پوهنتون د پروني برید پړه داعش ډلې ومنله خو شواهد ښیي چې برید د طالبانو له لوري شوی وو او د داعش په نوم یې مسؤولیت واخیست.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance