The news is by your side.

د حکومت مذاکراتي پلاوي د پروني برید د شهیدانو روح ته د قرانکریم ختم وکړ

خبریال وېب پاڼه/ د قطر پلازمېنه دوحه کې د افغان حکومت مذاکراتي پلاوي او د افغانستان اسلامي جمهوریت د کابل پوهنتون د پروني خونړي برید شهیدانو ته روح ته نعا او د قران عظیم الشان ختم وکړ.

همدا راز دوحه کې د افغانستان سفارت کې د افغانستان بیرغ نیم ځوړند وو او د حکومت مذاکراتي پلاوي نن له مقابل لوري سره هېڅ ډول خبرې او ناستې نه دي کړي.

پر کابل پوهنتون د پرون ورځې خونړی برید نن په نړیواله کچه وغندل شو.

د اسلامي همکارۍ سازمان پر کابل پوهنتون د پرون ورځې ترهګریز برید سخت وغانده.

یاد سازمان د برید په غبرګون ویلي دا سازمان هر ډول تاوتریخوالی، افراطیت او ترهګري که په هر نوم وي غندي.

په کابل پوهنتون د پروني ترهګریز برید له امله حکومت نن په ټول هېواد او له هېواد بهر په خپلو سیاسي دفترونو کې ملي ماتم اعلان کړی وو او همدا راز د کابل پوهنتون مخې ته د یاد پوهنتون او نورو پوهنتونونو محصلینو لاریون کړی وو او پر دېوالونو یې عکسونه را ځوړند کړي وو چې د ابو جهل لښکر (طالبانو) سره سوله نه غواړو، حکومت دې له دوحې خپل مرکچي پلاوی را وغواړي.

محصلینو دا راز وویل چې دوی به زده کړو ته دوام ورکوي او بیا به هم پوهنتون ته راځي.

د کابل پوهنتون پروني خونړیز برید نه وروسته نن رسنیو پوهنتون ته د دننه کېدلو اجازه ورکول شوې وه.

د شهیدو شویو محصلینو په وینو رنګ کتابونه، کتابچې قلمونه، د نجونو دستکولونه مبایلونه او نور ډېر توکي لا هم په پوهنتون کې پراته وو.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.