The news is by your side.

کندهار کې پرله پسې چاودنې شوې .

خبریال ویب پاڼه / نن ما ښام ناوخته د کندهار ښار دوهمي حوزې اړوند محکمې سره د ټولۍ محاکمو لومړي قرول سره شوې

د کندهار څخه یوې امنیتي سرچنې چې نه يې غوښتل نوم يې واخیستل شي وویل . کندهار کې درې پرله پسې چاودني شوي چې ۱۱ کسانو ته يې مرګ ژوبله  اړولې .

د کندهار په ښار کې درې  پرله پسې چاودني شوي او پر مهال ئې د څلورو پولیسو په ګډون اووه ملکي کسان ژوبل شوي دي.

یادي چاودني د کندهار د دوهمي امنیتي حوزې اړوند محکمې سره د ټولۍ محاکمو له لومړي قرول سره د بوتلي ماین چاودنه کړې، سیمي ته د پولیسو تر رسېدو وروسته دوې نوري چاودني هم شوي او پر مهال يې یو پولیس ژوبل شوی دی .

. تر دې چاودنو وروسته دکندهار  ۱۳مي امنیتي حوزې اړوند میرزامحمد خان کلاچې سره پر بایسکل ځای پر ځای شوي ماین چاودنه کړې او پر مهال يې درې پولیس او اووه تنه ملکیان ژوبل شوي .

بل لورته بیا  د روغتون مسؤلین وایي، دوی ته د یادو چاودنو له ځايه  اته تنه ژوبل کسان ور وړل شوي چې، زیاته برخه يې ملکیان دي.

د کندهار امنیه قومندانۍ تر اوسه دیادو چاودنو پخلی نه دی کړی . او نه هم بلي ترهګري ډلې دیادو چادنو پړه پرغاړه اخستې

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.